news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

کابل: د افغان ماشومانو د ژوند لپاره نوې هیله: د سوري زړه د درملنې ځانګړی روغتون جوړېږي

کابل: د افغان ماشومانو د ژوند لپاره نوې هیله: د سوري زړه د درملنې ځانګړی روغتون جوړېږي

کابل: د افغان ماشومانو د ژوند لپاره نوې هیله: د سوري زړه د درملنې ځانګړی روغتون جوړېږي 

بریانیوز(شنبه، ۱۲ ثور ۱۴۰۵) 

د افغاني سرې میاشتې ټولنه رییس شهاب‌الدین دلاور ویلي چې هڅه کوي په نږدې راتلونکي کې په افغانستان کې د سوري زړه پر ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې لپاره یو ځانګړی او عصري روغتون جوړ کړي

نوموړي دا څرګندونې د ریچارډ لینډزي، د افغانستان لپاره د برېټانیا له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې وکړې. د هغه په وینا، په دې پلان شوي روغتون کې به هر کال شاوخوا ۲۰۰۰ ماشومان د متخصصو ډاکټرانو له خوا تداوي کېږي، چې دا به د زرګونو کورنیو لپاره د ژوند ژغورنې مهم ګام وي

دلاور ټینګار وکړ چې د سوري زړه ناروغي د هغو جدي روغتیايي ستونزو له ډلې ده چې په افغانستان کې ګڼ ماشومان ورسره مخ دي، خو د درملنې امکانات یې محدود دي. هغه وویل، د دې روغتون جوړېدل به نه یوازې د ماشومانو ژوند وژغوري، بلکې د هېواد د روغتیايي سکتور په پیاوړتیا کې به هم مهم رول ولوبوي

په دې لیدنه کې دواړو لورو د کورنیو بې‌ځایه شویو او راستنېدونکو کډوالو پر وضعیت هم خبرې وکړې، او د هغوی د ملاتړ او د بشري مرستو د زیاتوالي پر اړتیا یې ټینګار وکړ. د برېټانیا استازي د بشري مرستو د دوام او د اړمنو خلکو د ملاتړ ژمنه هم تازه کړه

شنونکي وایي، که دا پروژه عملي شي، نو دا به د افغانستان د روغتیا په برخه کې یو مهم پرمختګ وي او د هغو ماشومانو لپاره به د امید نوې دروازه پرانیزي چې د ژوند له ګواښ سره مخ دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto