سمیع یوسفزی: بقا په بدل کې د هېواد پلور؟ د افغانستان کانونه د طالبانو د عوایدو تور بازار
-
امین الله
15 ثور 1405
151
ازاد خبریال او شنونکی سمیع یوسفزی وايي، د وروستیو څېړنو له مخې په افغانستان کې کانونه د طالبانو لپاره د عاید له مهمو پاتې سرچینو څخه ګڼل کېږي.
بریانیوز( سهشنبه، ١٥ ثور ١٤٠٥)
یوسفزی، څرګندوي چې ډېری هغه شرکتونه چې په ظاهر کې د غیر طالب یا بهرنیو، په ځانګړي ډول چینایي شرکتونو په نوم فعالیت کوي، تر شا یې د طالبانو د مشرانو او یا هم د بهرنیو شرکتونو سره د شراکت او ګټو اړیکې موجودې دي.
هغه زیاتوي، که څه هم د افغانستان پخوانیو حکومتونو – له داکتر نجیب الله څخه نیولې تر حامد کرزي او اشرف غني پورې – قانوناً دا حق درلود چې خپلې طبیعي زیرمې وپلوري، خو په نړیواله کچه معمول دا دی چې هېوادونه خپلې طبیعي شتمنۍ د ستراتیژیکو زیرمو په توګه ساتي او یوازې هغه وخت یې کاروي یا خرڅوي چې له جدي اقتصادي فشار سره مخ شي.
د یوسفزي په وینا، دا حالت د یوه بېوزله انسان مثال لري چې د سخت ضرورت پر مهال د خپلې کورنۍ زر او ګاڼې پلوري.
هغه همدارنګه ټینګار کوي چې افغانستان اوس مهال له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دی، او همدا لامل دی چې کانونه او طبیعي زیرمې د طالبانو لپاره د عوایدو د بقا وروستۍ وسیله ګرځېدلې ده.
د نوموړي په وینا، د کانونو په قراردادونو کې د کمېشن، فیصدۍ، رشوت، او حتی د ځانګړو کسانو مدرسو ته د پیسو ورکولو، زکات او خیرات ورکولو موارد هم شامل دي، چې دا چارې په یو ډول “ضروري دود” بدل شوي دي.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1667
-
اخبار افغانستان
724
-
مقاله
294
-
سیاست
80
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl