news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د ۳۵ میلیارده افغانیو ستره پانګونه؛ د افغانستان اقتصاد ته نوې ساه او زرګونه کاري فرصتونه

د ۳۵ میلیارده افغانیو ستره پانګونه؛ د افغانستان اقتصاد ته نوې ساه او زرګونه کاري فرصتونه

د ۳۵ میلیارده افغانیو ستره پانګونه؛ د افغانستان اقتصاد ته نوې ساه او زرګونه کاري فرصتونه

بریانیوز| سه‌شنبه، ۱۵ ثور ۱۴۰۵

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت خبر ورکړی چې د پانګونې بین‌الوزارتي کمیټې له لوري د هېواد په مهمو اقتصادي برخو کې د پانګونې ۴۸ مهمې طرحې ارزول شوې او وروستی منظور یې هم ترلاسه کړی دی

د چارواکو په وینا، په دغو طرحو کې د برېښنا، زیربناوو، کرنې، ټرانسپورټ او معلوماتي ټکنالوژۍ سکتورونه شامل دي. یادې طرحې د اقتصادي کمیسیون له هر اړخیزې ارزونې وروسته، د اسلامي امارت د رهبر له لوري هم تأیید شوې دي

اقتصادي معاونیت زیاتوي چې دا پروژې به د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې عملي شي او ټولیز ارزښت یې شاوخوا ۳۵ میلیارده افغانیو ته رسېږي. د دوی په خبره، دا پانګونې به د اقتصادي ودې نوې دروازې پرانیزي او د بنسټیزو خدمتونو په پیاوړتیا کې به مهم رول ولوبوي

چارواکي ټینګار کوي چې د دغو پروژو له پلي کېدو سره به زرګونو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي، چې دا کار به د بېکارۍ په کمولو کې اغېزناک تمام شي

همدارنګه، د هېواد دننه تولید شویو ودانیزو توکو ته به پراخ بازار برابر شي، چې د کورني تولید د ودې او ملاتړ سبب به وګرځي

د اقتصاد پوهانو په باور، که دغه طرحې په شفاف او منظم ډول عملي شي، نو افغانستان به وکولای شي د اقتصادي ځان بسیاینې پر لور چټک ګامونه واخلي او په سیمه‌ییزو اقتصادي تعاملاتو کې خپل ځای لا پیاوړی کړي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto