د هرمز تنګي په اړه د ایران د پارلمان د رئیس خبرداری؛ سیمه د نوې معادلې پر لور روانه ده
بریانیوز| سهشنبه، ۱۵ ثور ۱۴۰۵
د ایران د اسلامي شورا رئیس، باقر قالیباف، په یوه تازه څرګندونه کې ویلي چې د هرمز تنګي په اړه “نوې معادله” د تثبیت په حال کې ده، او د سیمې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې حساس کېږي
قالیباف ټینګار کړی چې د کښتيو د تګ راتګ او د انرژۍ د ترانزیت امنیت د اوربند د نقض او د امریکا او د هغې د متحدینو له لوري د احتمالي محاصرې له امله له جدي ګواښ سره مخ دی
نوموړي زیاته کړې چې دا وضعیت نه یوازې سیمه، بلکې نړیوال بازارونه هم اغېزمنولای شي
هغه په خپلو خبرو کې خبرداری ورکړی چې که اوسنی حالت دوام وکړي، نو دا به د امریکا لپاره د زغملو وړ نه وي. قالیباف په ټکو کې یو ډول پټ پیغام هم نغښتی و، چې ایران لا تر اوسه خپل بشپړ غبرګون نه دی پیل کړی، او که اړتیا پېښه شي، نو وضعیت لا ډېر بدلېدای شي
د هرمز تنګی، چې د نړۍ له مهمو ستراتیژیکو لارو څخه ګڼل کېږي، د نړیوالو تېلو د صادراتو یوه حیاتي شریان بلل کېږي. هر ډول کړکېچ په دې سیمه کې کولی شي د نړیوالو انرژۍ بیې لوړې کړي او د اقتصادونو پر ثبات ژور اغېز وکړي
شنونکي باور لري چې د ایران او امریکا ترمنځ روان تاوتریخوالی د دې سبب شوی چې سیمه یو ځل بیا د احتمالي تقابل پر لور ولاړه شي
د هغوی په وینا، که دیپلوماتیکې هڅې پیاوړې نه شي، نو دا کړکېچ به پراخې پایلې ولري
په همدې حال کې، نړیواله ټولنه د دواړو خواوو څخه غواړي چې له زغم څخه کار واخلي او د خبرو له لارې د کړکېچ د حل لاره ومومي، څو د سیمې او نړۍ امنیت خوندي پاتې شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?