اوچا: وچکالي ۳.۴ میلیونه کسان اغېزمن کړي؛ د خوراکي توکو بیې ۴۷ سلنه لوړې شوې
بریانیوز| سهشنبه، ۱۵ ثور ۱۴۰۵
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په خپل تازه راپور کې خبرداری ورکړی چې یوازې تېر کال سختې وچکالۍ د د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په وینا، د افغانستان په شمالي او لوېدیځو سیمو کې شاوخوا ۳.۴ میلیونه خلک په مستقیم ډول اغېزمن کړي دي
په راپور کې ویل شوي چې د اقلیمي بدلونونو شدت، د اوبو کموالی او د کرنیزو فصلونو له منځه تلل د خلکو د ژوند پر معیشت ژور اغېز کړی، او ګڼې کورنۍ یې د بېوزلۍ او خوراکي ناامنۍ له خطر سره مخ کړې دي
په همدې حال کې، د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې په هېواد کې د خوراکي توکو بیې په بېساري ډول تر ۴۷ سلنې پورې لوړې شوې دي، چې دا وضعیت د خلکو د ورځني ژوند لپاره سختې ستونزې رامنځته کوي
د دې ادارې په وینا، د اوسط نرخونو دا لوړه کچه د ډېرو کورنیو لپاره د اساسي خوراکي توکو لاسرسی محدود کړی او د تغذیې وضعیت یې لا خراب کړی دی
که څه هم بشري مرستې د نړیوالو ادارو له خوا دوام لري، خو راپور ټینګار کوي چې موجودې مرستې د اړتیاوو د پوره کولو لپاره بسنه نه کوي. د خلکو د ژغورنې لپاره لا زیاتې عاجلې او پراخې مرستې ته اړتیا لیدل کېږي
شنونکي وایي که د اقلیم بدلون، اقتصادي فشار او بشري مرستو کمښت همداسې دوام وکړي، نو د افغانستان د بېوزلۍ او خوراکي ناامنۍ بحران به لا ژور شي، چې د اوږدمهاله حل لپاره نړیوال همغږي او پراخ ملاتړ ته اړتیا لري
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?