news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

حامد کرزی: د طالبانو له لوري د نجونو پر زده‌کړو بندیز د افغانستان د راتلونکي تعلیمي او روغتیايي بحران اصلي لامل بلل کېږي

حامد کرزی: د طالبانو له لوري د نجونو پر زده‌کړو بندیز د افغانستان د راتلونکي تعلیمي او روغتیايي بحران اصلي لامل بلل کېږي
حامد کرزی: د نجونو پر زده‌کړو بندیز د افغانستان د راتلونکي تعلیمي او روغتیايي بحران اصلي لامل ګڼل کېږي

بریانیوز( چهارشنبه، ١٦ ثور ١٤٠٥)

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د تازه راپور په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د نجونو پر زده‌کړو دوامداره بندیز به هېواد له جدي تعلیمي او روغتیايي بحران سره مخ کړي.

د راپور له مخې، افغانستان به تر ۲۰۳۰ کال پورې د ښځینه ښوونکو له شاوخوا شل زره کمښت او د ښځینه روغتیايي کارکوونکو له پنځه زره زیات کمبود سره مخ شي. همدارنګه، له دوه میلیونو څخه زیاتې نجونې به له زده‌کړو بې‌برخې پاتې شي.

حامد کرزي ټینګار کړی چې د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو تړل کېدل د هېواد ملي وړتیا کمزورې کوي او افغانستان به د بهرنیو مرستو او اړتیاوو پر لور زیات تکیه شي.

هغه ویلي، تعلیم د هر هېواد د پرمختګ بنسټ دی او باید ژر تر ژره د نجونو او هلکانو لپاره د زده‌کړې برابر فرصتونه برابر شي، څو د هېواد ستونزې د خپلو روزل شویو ځوانانو په لاس حل شي او افغانستان له بهرني احتیاجه خلاص شي.

حامدکرزي په خپلو خبرو کې د نړیوالې ټولنې او د هېواد د مسؤلو ادارو څخه غوښتنه کړې چې د تعلیم پر وړاندې بندیزونه پای ته ورسوي او د ټولنې ټولو قشرونو ته د زده‌کړې برابر حقونه تضمین کړي.

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto