د طالبانو ښکاره ظلم پر افغان مهاجرینو؛ په تورخم کې زرګونه کډوال له سخت ناورین سره مخ دي
بریانیوز( چهارشنبه، ١٦ ثور ١٤٠٥)
ازاد خبریال سمیع یوسفزی وایي، په تورخم کې راستنېدونکي افغان کډوال له سخت او اندېښمن حالت سره مخ دي او ګڼ شمېر کورنۍ د اوږدې مودې لپاره د تګ راتګ په تمه پاتې دي.
د سمیع یوسفزی په وینا، کډوال اړ دي چې له ۱۵ تر ۲۰ ورځو پورې په کرایه شوو بار موټرو کې د خپل وار انتظار وباسي، په داسې حال کې چې یوازې له پېښوره تر تورخم پورې د یوه موټر کرایه له ۶ لکو تر ۸ لکو کلدارو پورې رسېږي، چې دا چاره پر کډوالو دروند مالي فشار اچوي.
سمیع یوسفزی زیاتوي، په لومړیو کې داسې انګېرل کېده چې ښايي د پاکستان له لوري محدودیتونه موجود وي، خو د UNHCR د یوه مسؤل له قوله، اصلي ستونزه د طالبانو د حکومت محدودیتونه دي، چې یوازې تر ۱۵۰ لاریو پورې د تېرېدو اجازه ورکوي او دلیل یې د کډوالو د سمبالولو د وړتیا نشتوالی ښيي.
د سمیع یوسفزی په خبره، دا وضعیت د د کډوالو چارو وزارت د کمزورې همغږۍ او چمتووالي له امله لا پسې خراب شوی، چې له امله یې کډوال په سخته ګرمي کې د اوږدې مودې لپاره د تورخم په دروازه کې بند پاتې کېږي.
همدارنګه سمیع یوسفزی وایي، راستنېدونکو کډوالو ته اجازه نه ورکول کېږي چې خپل بار موټرونه خپلو ولایتونو ته ورسوي، او خلک اړ دي چې خپل ټول سامانونه ښکته کړي او بیا بل موټر ونیسي، چې دا کار پرې اضافي مالي او رواني فشار زیاتوي.
سمیع یوسفزی ټینګار کوي چې دا ډول چلند نه یوازې یو اداري محدودیت دی، بلکې د خپلو بېوسه افغان کډوالو پر وړاندې یو ډول ذهني او اقتصادي فشار هم ګڼل کېږي.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?