اسحاق ډار: د سارک ناکامي پاکستان درې اړخیزو همکاریو ته اړ باسي
بریا نیوز (شنبه،۱۹ثور ۱۴۰۵)
د محمد اسحاق ډار په وینا، د سویلي اسیا د سیمهییزو همکاریو سازمان یا سارک کمزوري او ناکام وضعیت پاکستان دې ته اړ کړی چې د سیمې لپاره د نوو درې اړخیزو همکاریزو چوکاټونو پر جوړولو غور وکړي
اسحاق ډار ویلي، اسلاماباد اوس هڅه کوي له افغانستان، چین او بنګله دېش سره د ګډو اقتصادي، سوداګریزو او سیاسي همکاریو لپاره بدیلې لارې ولټوي، ځکه د سارک سازمان د کلونو راهیسې د سیمه ییز اتصال او همغږۍ په برخه کې اغېزناک رول نه دی لوبولی
هغه ټینګار کړی چې د سویلي اسیا هېوادونه د اقتصادي ودې، سوداګرۍ، انرژۍ او ټرانزیټ په برخو کې پراخو همکاریو ته اړتیا لري، خو د سیاسي اختلافونو او اوږدمهاله ترینګلتیاوو له امله د سارک ډېری مهم اهداف نیمګړي پاتې شوي دي
شنونکي باور لري چې پاکستان د نوو سیمه ییزو ائتلافونو له لارې هڅه کوي خپل اقتصادي او جیوپولیټیک موقعیت پیاوړی کړي، په ځانګړي ډول داسې مهال چې چین په سیمه کې د یو کمربند، یوې لارې سترې پروژې له لارې خپل نفوذ پراخوي او افغانستان د سیمې د نښلونکې کړۍ په توګه مهم بلل کېږي
د سیاسي چارو کارپوهان وایي، که دغه درې اړخیزې همکارۍ عملي بڼه خپله کړي، نو دا به د سویلي او منځنۍ اسیا ترمنځ د سوداګرۍ، ترانزیټ او امنیتي همکاریو لپاره نوی باب پرانیزي، خو بریا به یې د سیمې د سیاسي ثبات او متقابل باور پورې تړلې وي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1667
-
اخبار افغانستان
724
-
مقاله
294
-
سیاست
80
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl