حامد کرزی: د “امن هوکړې” تر شا د ډیورند کرښې د رسمیت هڅه روانه ده
بریا نیوز (شنبه،۱۹ثور ۱۴۰۵)
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزی په یوې تازه څرګندونې کې ویلي چې پر افغانستان د وروستیو تېریو په دوام، پاکستان د ډیورند فرضي کرښې ته څېرمه پر مېشتو سیمو او ولسونو خپل پوځي او اقتصادي فشارونه زیات کړي دي
ښاغلي کرزي پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې د همدې فشارونو په پایله کې د کرښې د دواړو غاړو د یو شمېر قومي مشرانو ترمنځ د “امن د هوکړې” په نوم اسناد لاسلیک شوي دي. د هغه په وینا، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري د دغو هوکړو رسمي تایید او هرکلی د دې موضوع حساسیت نور هم زیات کړی دی
پخواني ولسمشر ټینګار کړی چې دغه ډول اقدامات د ډیورند کرښه د رسمیت ورکولو لپاره د اسلاماباد یوه هڅه ښکاري او دا یې د افغانستان د ملي حاکمیت او تاریخي دریځ پر ضد عمل بللی دی
کرزي زیاته کړې چې د افغانستان ولس د خپلې خاورې، ملي واکمنۍ او تاریخي حقونو په اړه ژور حساسیت لري او هېڅ ډول پټ یا مبهم تفاهمونه د خلکو له ارادې پرته د منلو وړ نه دي
هغه د هېواد له مسوولو چارواکو غوښتي چې د یادو اسنادو او هوکړو په اړه ولس ته روڼ او واضح معلومات وړاندې کړي، څو د خلکو اندېښنو ته ځواب وویل شي او د ملي ګټو په تړاو هر ډول شکونه له منځه ولاړ شي
د سیاسي چارو شنونکي وایي، د ډیورند کرښې موضوع لا هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ له تر ټولو حساسو او لانجمنو موضوعاتو څخه ده، او د دې تړاو هر ډول سیاسي یا قومي تفاهمونه کولای شي پراخ غبرګونونه را وپاروي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?