news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د خلیج تازه ترینګلتیا؛ د ایران بریدونو د سیمې اندېښنې زیاتې کړې

د خلیج تازه ترینګلتیا؛ د ایران بریدونو د سیمې اندېښنې زیاتې کړې

د خلیج تازه ترینګلتیا؛ د ایران بریدونو د سیمې اندېښنې زیاتې کړې

بریا نیوز (شنبه،۱۹ثور ۱۴۰۵)

د خلیج همکاریو شورا د خلیـج همکاریو شورا په یوې تازه اعلامیه کې د متحده عربي امارات د تېلو پر زېرمو د ایران وروستي بریدونه په سختو ټکو غندلي او هغه یې “نه منونکي او خطرناک” بللي دي.

 د راپور له مخې، شورا ویلي چې دغه بریدونه نه یوازې د سیمې امنیت ګواښي، بلکې د نړيوال اقتصاد او د انرژۍ د لېږد پر بهیر هم ژور اغېز کولی شي. په اعلامیه کې ټینګار شوی چې نړيواله ټولنه باید د دغو بریدونو پر وړاندې چوپه پاتې نه شي او د تاوتریخوالي د درولو لپاره عملي او بېړني ګامونه پورته کړي.

بلخوا، د متحده عربي اماراتو دفاع وزارت ویلي چې د یکشنبې په ورځ یې د ایران له لوري توغول شوي شاوخوا ۱۵ کروز او بالسټیک توغندي او څلور بې‌پیلوټه الوتکې شنډې کړې دي

د وزارت په وینا، د هېواد هوايي دفاعي سیسټمونو د دغو بریدونو ډېری هدفونه تر خپلو موخو مخکې له منځه وړي او د پراخ زیان مخه یې نیولې ده

د سیمې شنونکي باور لري چې د خلیج او منځني ختیځ روان وضعیت ورځ تر بلې حساس کېږي او د هر نوي پوځي اقدام احتمال کولی شي د انرژۍ نړیوال بازارونه، سمندري سوداګري او سیاسي اړیکې له سخت بحران سره مخ کړي

په ورته وخت کې د خلیج هېوادونو د ډیپلوماسۍ، زغم او خبرو اترو غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی چې د جګړې دوام به د ټولې سیمې ثبات له ستر ګواښ سره مخامخ کړي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto