د جګړې د لمبو تر شا چوپتیا؛ ایا د ایران، امریکا او اسرائیل خونړی تقابل پای ته رسېدلی؟
بریانیوز (جمعه، ١۸ ثور ١٤٠٥)
د منځني ختیځ له تاوده او خونړي بحران وروسته اوس داسې ښکاري چې د ایران، امریکا او اسرائیل ترمنځ د جګړې وروستی پړاو د خاموشېدو پر لور روان دی
له واشنګټنه خپرېدونکي پیغامونه ښيي چې د سیمې د اور لمبې تر ډېره سړې شوې او ښايي نړۍ د یوې نوې سیاسي مرحلې شاهد وي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له څو اونیو نسبي اوربند وروسته ویلي، هغه پوځي عملیات چې د “شدیدې غوسې” په نوم یادېدل، په عملي ډول پای ته رسېدلي دي. که څه هم نوموړي دا خبره د خپلې اوږدې وینا په منځ کې په لنډ ډول وکړه، خو سیاسي شنونکي یې د جګړې په مسیر کې مهم بدلون ګڼي
واشنګټن هڅه کوي نړۍ ته دا پیغام ورسوي چې د مستقیمې جګړې خطر مهار شوی، خو د سیمې فضا لا هم له بې باورۍ او پټو اندېښنو ډکه ده. ایران او اسرائیل که څه هم د سختو بریدونو له مرحلې راوتلي، خو لفظي ګواښونه او سیاسي فشارونه لا هم دوام لري
کارپوهان وایي، وروستۍ نښتې نه یوازې پوځي زیانونه واړول، بلکې د منځني ختیځ د قدرت انډول یې هم ولړزاوه. ایران هڅه کوي ځان د مقاومت د محور د مهم ځواک په توګه وساتي، په داسې حال کې چې امریکا او اسرائیل د تهران د پوځي او اټومي نفوذ د محدودولو هڅې ګړندۍ کړې دي
د جګړې د پراخېدو وېره ځکه هم جدي وه چې هر ډول پراخ تقابل کولی شو د نړۍ د انرژۍ بازارونه، سمندري لارې او نړیوال اقتصاد له سخت بحران سره مخ کړي
همدې اندېښنو نړیوال ځواکونه دې ته اړ کړل چې د اوربند او سیاسي تفاهم لپاره هڅې زیاتې کړي
سره له دې چې د جګړې د پای نښې ښکاري، خو د منځني ختیځ فضا لا هم د شک، سیاسي سیالیو او پټو محاسبو تر سیوري لاندې ده. شنونکي باور لري، که ډیپلوماټیکې هلې ځلې پیاوړې نه شي، نو هره کوچنۍ پېښه کولای شي یو ځل بیا د جګړې لمبې بلې کړي
د واشنګټن وروستۍ څرګندونې ښيي چې امریکا غواړي له مستقیم تقابل یو ګام شاته شي، خو راتلونکې ورځې به روښانه کړي چې ایا سیمه رښتیا هم د تلپاتې ارامۍ پر لور روانه ده، که یوازې د یوه نوي طوفان تر مخه لنډه چوپتیا ده
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?