ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړ؛ “که هوکړه لاسلیک نه شي، سخت اقدام به وشي
بریانیوز (جمعه، ١۸ ثور ١٤٠٥)
د امریکا ولسمشر ټرمپ ایران ته توند خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، که تهران ژر تر ژره له واشنګټن سره هوکړه لاسلیک نه کړي، نو امریکا به “سخت او قاطع” اقدام ترسره کړي
ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې همداراز تایید کړې چې ایران په سیمه کې پر امریکایي بېړیو بریدونه کړي، خو د هغه په وینا دغو بریدونو امریکایي ځواکونو او تجهیزاتو ته کوم زیان نه دی اړولی
هغه ویلي: «موږ پر هر څه بشپړ کنټرول لرو، او که اړتیا پېښه شي، ډېر سخت ځواب به ورکړو
تر دې وړاندې ایراني رسنیو راپور ورکړی و چې د هرمز تنګي په شاوخوا کې د ایران ځواکونو پر امریکایي اهدافو توغندیز بریدونه کړي دي. د دغو راپورونو له مخې، دا بریدونه وروسته له هغې ترسره شول چې امریکایي پوځ د ایران د تېلو پر یوه ټانکر برید وکړ
د سیمې وضعیت په داسې حال کې ترینګلی شوی چې د هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه ګڼل کېږي او د انرژۍ نړیوال بازار لپاره ځانګړی اهمیت لري. شنونکي وایي، د ایران او امریکا ترمنځ هر ډول پوځي تقابل کولای شي د منځني ختیځ امنیت او نړیوال اقتصاد له جدي ګواښ سره مخ کړي
تر اوسه ایراني چارواکو د ټرمپ د وروستیو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو په سیمه کې د پوځي تحرکاتو زیاتېدو د نړیوالو اندېښنې راپارولي دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1667
-
اخبار افغانستان
724
-
مقاله
294
-
سیاست
80
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl