د ایران د فوټبال مشر: نړیوال جام د فیفا سیالۍ دي، نه د ټرمپ او امریکا
بریانیوز (جمعه، ١۸ ثور ١٤٠٥)
د ایران د فوټبال فدراسیون مشر د ۲۰۲۶ نړیوال جام په تړاو روانو سیاسي ترینګلتیاوو ته په اشارې ویلي، د نړیوال جام اصلي کوربه فیفا دی، نه د امریکا ولسمشر ټرمپ او نه هم متحده ایالات
هغه ټینګار کړی چې که د ایران ملي فوټبال لوبډله د نړیوال جام سیالیو لپاره امریکا ته سفر کوي، نو باید د ایران له ارزښتونو او د اسلامي انقلابي ګارډ له مقام سره درناوی وشي
د نوموړي دغو څرګندونو په داسې وخت کې پام ځانته اړولی چې د ایران او امریکا ترمنځ سیاسي او پوځي ترینګلتیا لا هم روانه ده، او د سیمې وضعیت د اسرائیل او ایران د احتمالي پراخې جګړې له امله خورا حساس بلل کېږي
تر اوسه د ایران د ملي لوبډلې د نړیوال جام په سیالیو کې د ګډون څرنګوالی په بشپړه توګه روښانه نه دی، ځکه د امریکا ویزې، امنیتي شرایط او د دواړو هېوادونو اړیکې د بحث مهم موضوعات ګرځېدلي دي
شنونکي وایي، که سیمهییز کړکېچ نور هم پراخ شي، ښایي د ورزش او سیاست ترمنځ واټن لا کم شي او د نړیوال جام پر فضا هم مستقیم اغېز وکړي. خو فيفا تل ټینګار کړی چې ورزش باید له سیاسي شخړو جلا پاتې شي او ټولې لوبډلې باید د نړیوالو اصولو له مخې په ازاد ډول سیالیو کې برخه واخلي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1668
-
اخبار افغانستان
726
-
مقاله
297
-
سیاست
81
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl