کونړ او ډیورنډ دواړو غاړو ته د سولې نوې هیلې؛ پاکستان د قومي مشرانو د اوربند هرکلی وکړ
بریانیوز (جمعه، ١۸ ثور ١٤٠٥)
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د کونړ ولایت د قومي مشرانو او د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته د باجوړ او مومندو سیمو د مشرانو ترمنځ د شوې ولسي هوکړې هرکلی کړی او دا یې د سیمې د امن، ثبات او ولسي یووالي لپاره یو مهم ګام بللی دی
د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه ولسي تفاهم کولای شي د اوږدمهاله شخړو، سرحدي ترینګلتیاوو او ولسي اندېښنو په کمېدو کې رغنده رول ولوبوي. پاکستاني چارواکو ټینګار کړی، چې د دواړو غاړو د قومي مشرانو دا ډول جرګې د باور جوړونې او سولهییز تفاهم لپاره اغېزمنې لارې دي
دا هوکړه داسې مهال شوې، چې په وروستیو میاشتو کې د کونړ، باجوړ او مومندو په سرحدي سیمو کې د ناامنۍ او نښتو له امله ولسونه له ګڼو ستونزو سره مخ شوي وو. د سیمې اوسېدونکو څو ځله د جګړو، بېځایه کېدو او اقتصادي زیانونو په اړه اندېښنې څرګندې کړې وې
تر دې وړاندې د نورستان او چترال د ځايي مشرانو ترمنځ هم یوه پراخه جرګه ترسره شوې وه، چې په پایله کې یې د دواړو غاړو ترمنځ پر اوربند او د شخړو پر مخنیوي هوکړه شوې وه. دغې جرګې ته د سیمې د ولسونو له لوري پراخ هرکلی وشو او خلک یې د اوږدمهاله سولې لپاره یو هیلهبښونکی پرمختګ بولي
شنونکي باور لري، چې د قومي مشرانو رول په سرحدي سیمو کې تل اغېزناک پاتې شوی او د ولسي جرګو له لارې ګڼې شخړې هوارې شوې دي. د دوی په وینا، که دا ډول ولسي تفاهمونه دوام ومومي، نو کولای شي د سیمې د خلکو ترمنځ د باور فضا پیاوړې او د تاوتریخوالي مخه ونیسي
د سیمې اوسېدونکي هم هیله لري، چې دا نوې هوکړې به یوازې لنډمهاله اوربند نه وي، بلکې د تلپاتې سولې، متقابل درناوي او ګډ ژوند لپاره به د یوه نوي باب پیل وګرځي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?