news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

رنګین دادفر سپنتا: د افغانانو اراده د اټومي بمونو تر سیوري هم پیاوړې ده

رنګین دادفر سپنتا: د افغانانو اراده د اټومي بمونو تر سیوري هم پیاوړې ده

رنګین دادفر سپنتا: د افغانانو اراده د اټومي بمونو تر سیوري هم پیاوړې ده

بریانیوز (جمعه، ١۸ ثور ١٤٠٥)

د افغانستان پخواني بهرنیو چارو وزیر رنګین دادفر سپنتا ویلي، پاکستان دا مهال له بېلتون‌پالو خوځښتونو او ترهګرۍ سره مخ دی او د دغو بحرانونو ډېره برخه خپله د دغه هېواد د نظامي کړیو د سیاستونو پایله ده

سپنتا په خپلې اېکس‌پاڼې کې لیکلي چې افغانان د پاکستان له خلکو سره د سولې، متقابل درناوي او ښه ګاونډیتوب غوښتونکي دي، خو زیاته کړې یې ده چې د افغان ملت اراده د «اټومي بمونو» تر ځواک هم پیاوړې ده

هغه ویلي: د پاکستان مشران باید په یاد ولري چې افغانستان یو لرغونی هېواد دی، هغه خاوره چې خلکو یې د تاریخ په اوږدو کې د خپل سر او مال په بیه د یرغلګرو او استعمارګرو پر وړاندې ساتنه کړې ده

د نوموړي څرګندونې په داسې مهال مطرح کېږي چې په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیاسي او امنیتي اړیکې یو ځل بیا ترینګلې شوې او دواړه هېوادونه وخت ناوخت پر یو بل د ناامنۍ د ملاتړ تورونه پورې کوي

سپنتا ټینګار کړی چې افغان ولس د خپلواکۍ، ملي حاکمیت او خاورې د دفاع اوږد تاریخ لري او هېڅ فشار نه شي کولای د دغه ملت اراده کمزورې کړي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto