news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

تاجکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې تازه اقدام؛ سلګونه کورنۍ له خپلو کورونو ایستل شوې

تاجکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې تازه اقدام؛ سلګونه کورنۍ له خپلو کورونو ایستل شوې

 تاجکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې تازه اقدام؛ سلګونه کورنۍ له خپلو کورونو ایستل شوې

بریانیوز (جمعه، ١۸ ثور ١٤٠٥)

په تاجکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د برخلیک په اړه تازه راپورونه د اندېښنې نوې څپه راپارولې ده. راپورونه وایي چې د دغه هېواد د سُغد ولایت په بېلابېلو سیمو کې شاوخوا ۲۰۰ تر ۲۵۰ افغان کډوال له خپلو کورونو ایستل شوي او نامعلومو ځایونو ته لېږدول شوي دي

د سرچینو په وینا، دا اقدام وروسته له هغه ترسره شوی چې د خُجند ښار په مربوطاتو کې یو افغان وګړی د یوې ښځې د قتل په تور ونیول شو. ویل کېږي چې له دې پېښې وروسته امنیتي ځواکونو د افغان کډوالو پر استوګنځایونو چاپې وهلې او ګڼ شمېر کورنۍ یې له خپلو مېنو ایستلې دي

تر اوسه د دغو افغانانو د اوسني وضعیت او د هغوی د لېږد ځای په اړه کره معلومات نشته، خو ځینې ناتایید شوي راپورونه ښيي چې ښایي یو شمېر کسان بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي وي

بل لور ته، د افغان کډوالو خپلوان او د بشري حقونو فعالان د دې وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګندوي. هغوی وایي چې د یوې انفرادي پېښې له امله د سلګونو افغانانو ځورول او ایستل نه یوازې له بشري اصولو سره په ټکر کې دي، بلکې د بې‌ګناه کورنیو ژوند هم له جدي خطر سره مخ کوي

تر دې دمه د افغانستان د سرپرست حکومت چارواکو په رسمي ډول د دغو راپورونو په تړاو څه نه دي ویلي، خو تمه کېږي چې په راتلونکو ورځو کې به په دې اړه غبرګون څرګند شي

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کلونو کې ګڼ افغان کډوال د اقتصادي ستونزو، ناامنۍ او بې‌کارۍ له امله د سیمې هېوادونو ته کډه شوي، خو اوس د سختو محدودیتونو، نیونو او احتمالي ایستلو له خطر سره مخ دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto