د حزب اسلامي پیژندل شوی څیره حبیب الرحمن حکمتیار ویلي، طالبانو چې پخوا یې په پاکستان کې د افغان مهاجرینو د ستونزو په اړه بحثونه کول، نن د مهاجرینو له اوسني بد وضعیت څخه سترګې پټوي.
بریانیوز ( پنجشنبه، ١٧ ثور ١٤٠٥)
حکمتیار ویلي، هغه مهال چې له طالبانو سره یې په پاکستان کې د مهاجرینو ګډه شورا جوړه کړې وه، ده به تل ټینګار کاوه چې د افغان مهاجرینو ایستل باید په تدریجي او انساني ډول ترسره شي او دواړه حکومتونه باید لازم تدابیر ونیسي، څو خلک په ارامه بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.
نوموړي زیاته کړې چې افغان حکومتونو هېڅکله د مهاجرینو ستونزو ته لازمه پاملرنه ونه کړه، او د طالبانو هغه وخت دلایل هم د غریبو مهاجرینو له حالاتو سره برابر نه وو.
د هغه په وینا، طالبان اوس د مهاجرینو تېر کړاوونه هېر کړي او حتی ځینې وخت مهاجرینو ته په سپکه سترګه ګوري، حال دا چې مهاجرین یوازې د ژوند، امنیت او یوې مړۍ ډوډۍ لپاره نورو هېوادونو ته تللي دي.
حکمتیار ویلي، اوس زرګونه افغان مهاجرین په تورخم کې له سختو ستونزو سره مخ دي او ښځې، ماشومان، سپینږیري او ناروغان لسګونه ورځې د سړک پر غاړه شپې او ورځې تېروي، څو وکولای شي له پولې تېر شي.
هغه د طالبانو پر بهرني سیاست هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د همدې سیاستونو له امله پر افغانانو د ډېرو هېوادونو ویزې بندې شوې دي او حتی ناروغان نه شي کولای د درملنې لپاره نورو هېوادونو ته سفر وکړي.
د نوموړي په وینا، ګڼو کورنیو خپل ناروغان د درملنې د نشتوالي له امله له لاسه ورکړي او خلک یې په غم ناست دي.
حبیب الرحمن حکمتیار ټینګار کړی چې مهاجرینو له طالبانو څخه د سختۍ په ورځ د همدردۍ او مرستې تمه لرله، خو برعکس له بېپروايۍ او سخت چلند سره مخ شوي دي.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?