ترمپ: له ایران سره شخړه به ژر پای ته ورسېږي؛ امریکا تهران ته د اټومي وسلو د ترلاسه کولو اجازه نه ورکوي
ترمپ: له ایران سره شخړه به ژر پای ته ورسېږي؛ امریکا تهران ته د اټومي وسلو د ترلاسه کولو اجازه نه ورکوي
بریانیوز( پنجشنبه، ١۷ ثور ١٤٠٥)
د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ، خپلو پلویانو ته په تازه څرګندونو کې ویلي چې له ایران سره روان کړکېچ او احتمالي جګړه به په چټک ډول پای ته ورسېږي او واشنګټن هڅه کوي د سیمې وضعیت تر کنټرول لاندې وساتي
ترمپ ټینګار کړی چې امریکا به هېڅکله اجازه ورنه کړي چې تهران اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا کړي. د هغه په وینا، د ایران اټومي پروګرام لا هم د امریکا او متحدینو لپاره یوه ستره امنیتي اندېښنه ده او د همدې موضوع د مخنیوي لپاره سیاسي او ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي
هغه همداراز ویلي چې د هرمز تنګي د کړکېچ د حل لپاره جدي هڅې دوام لري، ځکه دغه سمندري لار د نړیوالې انرژۍ او سوداګرۍ لپاره ځانګړی اهمیت لري
ترمپ خبرداری ورکړی چې هر ډول بېثباتي په دې حساس مسیر کې کولای شي نړیوال اقتصاد او د نفتو بازارونه له سختو ستونزو سره مخ کړي
د امریکا ولسمشر خپلو پلویانو ته ډاډ ورکړی چې واشنګټن نه غواړي جګړه اوږده او پراخه شي، خو د خپلو ملي ګټو، د متحدینو د امنیت او د سیمې د ثبات لپاره به لازم اقدامات ترسره کړي
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په وروستیو ورځو کې د امریکا او ایران ترمنځ سیاسي او پوځي ترینګلتیا زیاته شوې او د منځني ختیځ د امنیت، د هرمز تنګي د وضعیت او د ایران د اټومي پروګرام په اړه نړیوالې اندېښنې هم پراخې شوې دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1667
-
اخبار افغانستان
724
-
مقاله
294
-
سیاست
80
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl