هانا نیومن: افغانستان ته د پناهغوښتونکو جبري ستنول انساني بحران او ستراتیژیکه تېروتنه ده
هانا نیومن: افغانستان ته د پناهغوښتونکو جبري ستنول انساني بحران او ستراتیژیکه تېروتنه ده
بریانیوز( پنجشنبه، ١۷ ثور ١٤٠٥)
د اروپا پارلمان غړې،هانا نیومن، د افغان پناهغوښتونکو د جبري ستنولو په اړه سخت خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې افغانستان ته د کډوالو بېرته لېږل نه یوازې «انساني ناکامي»، بلکې یوه «ژوره ستراتیژیکه تېروتنه» هم ده چې کولای شي اوږدمهاله پایلې ولري
هغې په خپل وروستي بیان کې چې پر ټولنیزې شبکې اېکس خپور شوی، ټینګار کړی چې که اروپایي هېوادونه افغان ځوانان بېرته داسې هېواد ته واستوي چې هلته اقتصادي بېثباتي، بېکاري او د ژوند نامعلوم شرایط حاکم دي، نو دا کسان به ډېر ژر له سختو ټولنیزو او اقتصادي فشارونو سره مخ شي
نیومن خبرداری ورکړی چې د دې ډول شرایطو په نتیجه کې ځینې افغانان ښايي هغو جوړښتونو ته مخه کړي چې لا هم د اساسي اړتیاوو لکه سرپناه او خوراک برابرولو توان لري، او دا حالت کولای شي د افراطي شبکو د نفوذ د زیاتېدو خطر هم لوړ کړي
هغې ویلي: «که اروپا د مسؤلیت له احساس پرته افغانان بېرته واستوي، نو موږ به د راتلونکي لپاره داسې بحران ته لار هواره کړو چې یوازې افغانستان نه، بلکې خپله اروپا هم اغېزمنولی شي
هانا نیومن همداراز ټینګار کړی چې د افغان کډوالو مسئله باید یوازې د مهاجرت د کنټرول له زاویې ونه کتل شي، بلکې د بشري حقونو، نړیوال امنیت او سیمه ییز ثبات له پراخ لیدلوري سره باید وڅېړل شي
هغې له اروپایي اتحادیې غوښتي چې د ستنولو د پالیسیو پر ځای دې د افغانانو لپاره د خوندي پاتې کېدو، قانوني ملاتړ او انساني حل لارو په برخه کې ګډ او اوږدمهاله سیاست غوره کړي
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په اروپا کې د افغان پناهغوښتونکو د ستنولو او مهاجرتي سیاستونو په اړه بحثونه زیات شوي، او د بشري حقونو یو شمېر بنسټونه هم خبرداری ورکوي چې د افغانستان اوسنی وضعیت لا هم د جبري ستنولو لپاره مناسب نه ګڼل کېږي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?