news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ریچارډ بېنېټ: په افغانستان کې د «جنسیتي اپارتاید» د رسمیت پېژندنې لپاره دې نړیوالې هڅې دوام ومومي

ریچارډ بېنېټ: په افغانستان کې د «جنسیتي اپارتاید» د رسمیت پېژندنې لپاره دې نړیوالې هڅې دوام ومومي

ریچارډ بېنېټ: په افغانستان کې د «جنسیتي اپارتاید» د رسمیت پېژندنې لپاره دې نړیوالې هڅې دوام ومومي

    بریانیوز( پنجشنبه، ١۷ ثور ١٤٠٥)

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي،ریچارډ بېنېټ ، د فرانسې په ملي شورا کې د خپلې وینا پر مهال غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د «جنسیتي اپارتاید» د رسمیت پېژندنې لپاره دې نړیوالې هڅې لا پیاوړې شي

بېنېټ ویلي، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر وړاندې سخت محدودیتونه، د نړیوالې ټولنې جدي او بېړنۍ پاملرنې ته اړتیا لري. د هغه په وینا، افغان ښځې له زده‌کړو، کار، ټولنیز حضور او ګڼو اساسي حقونو محرومې شوې دي چې دا چاره د بشري حقونو له نړیوالو اصولو سره په ټکر کې ده

هغه ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید د افغان ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره واحد او قوي دریځ غوره کړي او پر هغو پالیسیو فشار زیات کړي چې د ښځو ازادۍ او اساسي حقونه محدودوي

ریچارډ بېنېټ همداراز ویلي چې د افغانستان بشري وضعیت یوازې یوه کورنۍ مسئله نه ده، بلکې نړیوال مسوولیت ګڼل کېږي او د افغان ښځو غږ باید په نړیوالو فورمونو کې واورېدل شي

په وروستیو کلونو کې د ښځو د زده‌کړو، کار او ټولنیزو فعالیتونو په تړاو محدودیتونو د نړیوالو سازمانونو او بشري حقونو د بنسټونو پراخ غبرګونونه راپارولي دي. ګڼو نړیوالو بنسټونو له افغان چارواکو غوښتي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه لرې او هغوی ته د اساسي حقونو زمینه برابره کړي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto