قرغیزستان: د «کاسا-۱۰۰۰» پروژې اړوند ساختماني چارې مو بشپړې کړې
بریانیوز( پنجشنبه، ١۷ ثور ١٤٠٥)
قرغیزستان اعلان کړی چې د سیمه ییزې برېښنا لېږد پروژې «کاسا-۱۰۰۰» په چوکاټ کې د دغه هېواد اړوند ساختماني چارې بشپړې شوې دي
د قرغیزستان چارواکو ویلي، د دې پروژې بشپړېدل به د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ د انرژۍ د همکارۍ لپاره مهم ګام ثابت شي او د سیمې اقتصادي اړیکې به نورې هم پیاوړې کړي
کاسا-۱۰۰۰ پروژه د قرغیزستان، تاجکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د برېښنا د لېږد ستره سیمهییزه طرحه ده، چې موخه یې د منځنۍ اسیا اضافي برېښنا جنوبي اسیا ته انتقالول دي. د دغې پروژې له لارې ټاکل شوې چې په اوړي موسم کې اضافي برېښنا له قرغیزستان او تاجکستان څخه افغانستان او پاکستان ته ولېږدول شي
چارواکي باور لري چې د پروژې پرمختګ به نه یوازې د سیمې د انرژۍ اړتیاوو پوره کولو کې مرسته وکړي، بلکې افغانستان ته به د ټرانزیټ له لارې اقتصادي عواید هم برابر کړي
اقتصادي شنونکي وایي، د کاسا-۱۰۰۰ پروژه د سیمې د اقتصادي اتصال، انرژۍ تبادلې او سوداګریزو همکاریو لپاره یوه مهمه او ستراتیژیکه پروژه ګڼل کېږي، چې د بشپړېدو په صورت کې به د سیمې هېوادونو ترمنځ متقابلې اړیکې لا پراخې کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1667
-
اخبار افغانستان
724
-
مقاله
294
-
سیاست
80
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl