ایران د پارلمان رئیس محمدباقر قالیباف: د امریکا وروستي عملیات «فریب او نمایشي سیاست» دی
بریانیوز( پنجشنبه، ١۷ ثور ١٤٠٥)
د ایران د پارلمان رئیس، محمدباقر قالیباف، د تهران پر ضد د امریکا د وروستیو عملیاتو په غبرګون کې ویلي چې دغه اقدامات تر ډېره «فریب، تبلیغاتي نمایش او سیاسي لوبه» ده
قالیباف په خپل اېکسپاڼه کې په خپاره کړي پیغام کې ادعا کړې چې امریکا په خپلو وروستیو اقداماتو کې مطلوبې پایلې نه دي ترلاسه کړې او اوس یو ځل بیا د فشار او تبلیغاتي سیاستونو له لارې د وضعیت د مدیریت هڅه کوي
هغه ویلي، واشنګټن تل هڅه کړې چې د رسنیزو کمپاینونو او نمایشي عملیاتو له لارې خپل دریځ پیاوړی وښيي، خو د ده په وینا، «د سیمې واقعیتونه او د مقاومت جبهې ځواک» د امریکا محاسبې له ننګونو سره مخ کړې دي
د ایران د پارلمان رئیس همداراز ټینګار کړی چې تهران به د بهرني فشار او پوځي اقداماتو پر وړاندې خپل دریځ بدل نه کړي او د خپلو ملي ګټو او امنیت د ساتنې لپاره به خپلو تګلارو ته دوام ورکړي
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په وروستیو ورځو کې د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ یو ځل بیا زیات شوی او د دواړو لورو سیاسي او پوځي دریځونو د سیمې د امنیت او ثبات په اړه اندېښنې راپارولي دي
شنونکي باور لري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لفظي جګړې او متقابلو تورونو دوام کولای شي په منځني ختیځ کې سیاسي فضا لا پسې پېچلې او د احتمالي تقابل خطر زیات کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?