news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

سهیل شاهین: اسلامي امارت غواړي د افغانستان د ګټو لپاره په ټولو سیمه‌ ییزو غونډو کې ګډون وکړي

سهیل شاهین: اسلامي امارت غواړي د افغانستان د ګټو لپاره په ټولو سیمه‌ ییزو غونډو کې ګډون وکړي

سهیل شاهین: اسلامي امارت غواړي د افغانستان د ګټو لپاره په ټولو سیمه‌ییزو غونډو کې ګډون وکړي

  بریانیوز( پنجشنبه، ١۷ ثور ١٤٠٥)

په قطر کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست، سهیل شاهین، ویلي چې افغان حکومت غواړي په هغو ټولو سیمه‌ییزو او نړیوالو غونډو کې فعاله ونډه ولري چې د افغانستان د خلکو خیر، اقتصادي پرمختګ او سیاسي ثبات پکې نغښتی وي

ښاغلي شاهین له بريا نیوز سره په خبرو کې ټینګار کړی چې اسلامي امارت دا مهال پر ټول افغانستان حاکم نظام دی او د هېواد د رسمي استازي په توګه باید په مهمو نړیوالو او سیمه‌ییزو ناستو کې د ګډون فرصت ورکړل شي

هغه ویلي، افغانستان د سیمې له هېوادونو سره د اقتصادي، سوداګریزو او امنیتي همکاریو د پراختیا غوښتونکی دی او د همدې موخې لپاره د نړیوالو او سیمه‌ ییزو غونډو ګډون مهم ګڼي. د نوموړي په وینا، د افغانستان نه حضور په داسې ناستو کې نه یوازې د هېواد د استازیتوب تشه رامنځته کوي، بلکې د سیمه‌ ییزو همکاریو پر اغېز هم منفي سیوری اچوي

سهیل شاهین همداراز زیاته کړې چې اسلامي امارت له نړۍوالو غواړي څو د افغانستان اوسني واقعیتونه په نظر کې ونیسي او د تعامل، خبرو اترو او سیاسي اړیکو له لارې د ګډو همکاریو زمینه پراخه کړي

سیاسي شنونکي باور لري چې اسلامي امارت هڅه کوي د سیمه‌ییز تعامل او ډیپلوماټیک حضور له لارې خپل نړیوال دریځ پیاوړی کړي او افغانستان د سیمې په مهمو اقتصادي او سیاسي پروسو کې فعال وساتي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto