افغان الاصله رابعې نسیمي د لندن په سیمه ییزو ټاکنو کې بریا خپله کړه
بریا نیوز (شنبه،۱۹ثور ۱۴۰۵)
افغان الاصله مېرمن رابعه نسیمي د بریتانیا د لندن لوېدیځې سیمې اېسټ اېکټن کې د سیمه ییزې شورا په ټاکنو کې بریا ترلاسه کړې او د کارګر ګوند له لوري د شورا غړې ټاکل شوې ده
رابعه نسیمي د کارګر ګوند د درېیو بریالیو نوماندانو په ډله کې دوهم مقام خپل کړی او په دې سره یې د افغان کډوالو او ښځو لپاره یوه مهمه سیاسي لاسته راوړنه ثبت کړې ده
هغې په ۱۹۹۹ کال کې له خپلې کورنۍ سره له افغانستان څخه بریتانیا ته کډه کړې وه. نسیمي وروسته خپلې لوړې زده کړې بشپړې کړې او د ټولنپوهنې په برخه کې یې دوکتورا ترلاسه کړې ده
شنونکي وایي، د رابعې نسیمي بریا نه یوازې د افغان کډوالو د بریالیو هڅو یوه بېلګه ده، بلکې دا ښيي چې افغان ښځې کولی شي د زده کړو، مبارزې او ټولنیز فعالیت له لارې په نړیوالو سیاسي ډګرونو کې مهم رول ولوبوي
د ټولنیزو رسنیو ګڼو کاروونکو او افغان فعالانو د هغې بریا ستایلې او دا یې د افغان مېرمنو د وړتیاوو، استقامت او پرمختګ لپاره یو الهامبښونکی ګام بللی دی
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1667
-
اخبار افغانستان
724
-
مقاله
294
-
سیاست
80
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl