خواجه اصف: که له طالبانو سره تفاهم وشي، پاکستان به هند ته پام واړوي
بریا نیوز (شنبه،۱۹ثور ۱۴۰۵)
د خواجه محمد اصف په یوې تازه مرکه کې ویلي، که پاکستان وکولای شي له طالبان سره د خبرو له لارې یوې هوکړې ته ورسېږي او د هغه په وینا د “هراسافکنۍ ملاتړ” پای ته ورسېږي، نو اسلاماباد به وتوانېږي خپل بشپړ تمرکز د هند پر وړاندې واړوي
خواجه اصف ویلي، پاکستان دا مهال له امنیتي او سیمهییزو ننګونو سره مخ دی او د هېواد د لوېدیځې پولې وضعیت د اسلاماباد لپاره ستره اندېښنه ګڼل کېږي. هغه ټینګار کړی چې که له طالبانو سره اړیکې عادي او امنیتي ګواښونه کنټرول شي، پاکستان به په سیمه کې خپل ستراتیژیک لومړیتوبونه بدل کړي
د پاکستان دفاع وزیر د دغو څرګندونو پر مهال د افغانستان د وضعیت، سرحدي امنیت او د وسلهوالو ډلو د فعالیتونو یادونه هم کړې، خو د طالبانو له لوري تر اوسه د هغه خبرو ته رسمي غبرګون نه دی ښودل شوی
سیاسي شنونکي وایي، د خواجه اصف وروستۍ څرګندونې د سویلي اسیا د حساسو سیاسي او امنیتي معادلو انعکاس کوي، ځکه پاکستان تل د خپلو لوېدیځو او ختیځو پولو امنیت د خپل پوځ او بهرنۍ تګلارې له مهمو لومړیتوبونو ګڼلی دی
کارپوهان زیاتوي چې د اسلاماباد او نوي ډیلي اړیکې له اوږدې مودې راهیسې ترینګلې دي، او د افغانستان وضعیت هم د سیمې په ستراتیژیکو حسابونو کې مهم اغېز لري
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1667
-
اخبار افغانستان
724
-
مقاله
294
-
سیاست
80
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl