news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

مشهد کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره ګډه غونډه شوې

مشهد کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره ګډه غونډه شوې

 مشهد کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره ګډه غونډه شوې

بریا نیوز (شنبه،۱۹ثور ۱۴۰۵)

د مشهد ښار کې د افغانستان د سیاسي استازولۍ او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري ترمنځ د افغان کډوالو د ستونزو د ارزونې او حل په موخه ګډه غونډه ترسره شوې ده

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، په دې غونډه کې د افغان کډوالو له ګڼو مهمو ستونزو سره تړلې موضوعګانې مطرح شوې. په دغو موضوعاتو کې د “امایش” کارټ د غځولو لوړ لګښتونه، د بېوزلو کورنیو او ځانګړو ناروغانو ستونزې، د زده‌کوونکو د زده کړو وضعیت، او همداراز د کډوالو قانوني او اداري ننګونې شاملې وې

د خبرپاڼې له مخې، ګډونوالو ټینګار کړی چې په ایران کې مېشت افغان کډوال له اقتصادي فشارونو او ګڼو اداري محدودیتونو سره مخ دي او اړتیا ده چې د هغوی ستونزو ته جدي پاملرنه وشي

بلخوا، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ مسوولانو ژمنه کړې چې یادې ستونزې به د شته اصولو، قوانینو او امکاناتو په چوکاټ کې تعقیب او د حل لپاره به یې لازمې هڅې وکړي

شنونکي وایي، په ایران کې د میلیونونو افغان کډوالو شتون د بشري، اقتصادي او ټولنیزو ستونزو یوه ستره موضوع ګرځېدلې، او د اسنادو، روغتیا، زده کړو او قانوني خوندیتوب برخو کې لا هم ګڼې ننګونې موجودې دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto