د متقاعدینو لپاره لوی زېرى؛ د حقوقو د ورکړې اتم مهالوېش اعلان شو
بریا نیوز (دوشنبه،۲۱ثور ۱۴۰۵)
د اسلامي امارت د مالیې وزارت د متقاعدینو د حقوقو د ورکړې اتم مهالوېش اعلان کړی، چې له مخې به یې د پخواني زراعت، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت کارکوونکو او همدارنګه د ملي امنیت پخوانیو ډګروالانو ته حقوق ورکړل شي
د یاد وزارت د خبرتیا له مخې، د دغو متقاعدینو د حقوقو د ورکړې لړۍ به د ثور میاشتې له ۲۶مې نېټې څخه پیل شي. چارواکو ویلي، چې دا بهیر د منظم پلان له مخې پر مخ وړل کېږي، څو ټول مستحق متقاعدین خپل حقوق په ټاکلي وخت ترلاسه کړي
د مالیې وزارت ټینګار کړی، چې د متقاعدینو د حقوقو ورکړه د حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه ده او هڅه کېږي چې د پخوانیو کارکوونکو اقتصادي ستونزې تر یوه بریده هوارې شي
متقاعدینو د دغه نوي مهالوېش هرکلی کړی او هیله یې څرګنده کړې، چې د حقوقو د ورکړې لړۍ به په چټک او شفاف ډول بشپړه شي. د دوی په وینا، د اوږدې مودې انتظار وروسته د حقوقو ترلاسه کول به د ژوند ورځنۍ اړتیاوې او اقتصادي فشارونه کم کړي
اقتصادي شنونکي باور لري، چې د متقاعدینو د حقوقو منظم تادیات نه یوازې د زرګونو کورنیو اقتصادي وضعیت ښه کوي، بلکې د مالي باور فضا هم پیاوړې کوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1667
-
اخبار افغانستان
724
-
مقاله
294
-
سیاست
80
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl