news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ټرمپ ایران ته توند خبرداری؛ «نور به د وخت ضایع کولو او لوبو اجازه ور نه کړل شي»

ټرمپ ایران ته توند خبرداری؛ «نور به د وخت ضایع کولو او لوبو اجازه ور نه کړل شي»

ټرمپ ایران ته توند خبرداری؛ «نور به د وخت ضایع کولو او لوبو اجازه ور نه کړل شي»

            بریا نیوز (دوشنبه،۲۱ثور ۱۴۰۵)

د امریکا ولسمشر ټرمپ ویلي، ایران د واشنګټن د تازه مذاکراتي طرحې په اړه خپل ځواب سپارلی، خو د هغه په وینا، دغه ځواب «په بشپړه توګه د منلو وړ نه دی

ټرمپ پر خپلې ټولنیزې شبکې «ټروت سوشل» کې په خپره کړې څرګندونه کې ایران تورن کړی، چې له تېرو شاوخوا ۴۷ کلونو راهیسې یې له امریکا او د نړۍ له نورو هېوادونو سره د هوکړو او مذاکراتو په برخه کې د ځنډ او وخت ضایع کولو سیاست خپل کړی دی

هغه لیکلي، ایران تل هڅه کړې چې د خبرو اترو بهیر اوږد کړي او د نړیوالو غوښتنو پر وړاندې د فشار او امتیاز ترلاسه کولو لوبه پر مخ یوسي

د امریکا ولسمشر خبرداری ورکړی، چې تهران ته به نور «د خندا او لوبو فرصت» ور نه کړل شي او واشنګټن به د خپلو ملي ګټو او نړیوال امنیت په اړه جدي دریځ خپل کړي

د ټرمپ دغو څرګندونو یو ځل بیا د واشنګټن او تهران ترمنځ د اړیکو د لا زیات کړکېچ احتمال پیاوړی کړی دی. سیاسي شنونکي وایي، که دواړه لوري د تفاهم کومې ګډې لارې ته ونه رسېږي، ښايي د سیمې سیاسي او امنیتي وضعیت نور هم ترینګلی شي

بل لور ته تر اوسه ایراني چارواکو د ټرمپ د تازه څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې تهران ټینګار کړی و، چې هر ډول هوکړه باید د ایران ملي ګټې او خپلواکۍ خوندي کړي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto