ایران د امریکایي بریدونو د وېرې له امله الوتکې پاکستان او افغانستان ته لېږدولي
بریا نیوز (سه شنبه،۲۲ثور ۱۴۰۵)
د راپورونو له مخې، ایران خپلې څو پوځي او ملکي الوتکې پاکستان او افغانستان ته لېږدولي دي، څو د احتمالي امریکایي هوايي بریدونو له ګواښ څخه خوندي پاتې شي
د ځینو ناڅرګندو سرچینو له قوله ویلي، ایران هڅه کړې چې خپلې ځینې مهمې هوايي شتمنۍ له خطره لرې وساتي. د راپور له مخې، ځینې ایراني پوځي الوتکې د پاکستان نورخان هوايي اډې ته لېږدول شوې او د ایران د ماهان هوايي شرکت ځینې الوتکې افغانستان ته انتقال شوې دي
بلخوا، د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد په افغانستان کې د ایراني الوتکو شتون رد کړی او ویلي یې دي چې دا ادعاوې حقیقت نه لري. ځینو پاکستاني چارواکو هم د نورخان هوايي اډې په اړه خپاره شوي راپورونه ناسم بللي دي
شنونکي وایي، که دغه راپورونه رښتیا وي، نو دا به د سیمې د روانو ترینګلتیاوو او د تهران، اسلاماباد او واشنګټن ترمنځ د پېچلو اړیکو نوی اړخ څرګند کړي. خو تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه بشپړ او خپلواک څرګند ثبوت نه دی وړاندې شوی
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1667
-
اخبار افغانستان
724
-
مقاله
294
-
سیاست
80
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl