news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ملګرو ملتونو افغانستان کې د لوږې او بېوزلۍ د پراخېدو خبرداری ورکړ

ملګرو ملتونو افغانستان کې د لوږې او بېوزلۍ د پراخېدو خبرداری ورکړ

ملګرو ملتونو افغانستان کې د لوږې او بېوزلۍ د پراخېدو خبرداری ورکړ

  بریا نیوز (سه شنبه،۲۲ثور ۱۴۰۵)

ملګرو ملتونو ویلي، افغانستان له سختو اقتصادي ستونزو، پراخې بېکارۍ او د هوايي بدلونونو له ناوړه اغېزو سره مخ دی؛ هغه حالت چې په هېواد کې یې د خوراکي توکو بیې لوړې کړې او د خوړو د نه خوندیتوب ستونزه یې نوره هم ژوره کړې ده

د ملګرو ملتونو اړوند د خوړو نړۍوالې ادارې خبرداری ورکړی چې د دغو پرله‌پسې ستونزو دوام د هغو ځانګړو خوراکي زېرمو کچه راکمه کړې چې د ښځو او ماشومانو د خوارځواکۍ د درملنې لپاره ساتل کېدې

د راپور له مخې، په افغانستان کې زرګونه کورنۍ د بېوزلۍ، وچکالۍ او د کار د نشتوالي له امله د خپلو لومړنیو اړتیاوو د برابرولو توان نه لري او ګڼ شمېر ماشومان او میندې د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ شوي دي

د خوړو نړۍوالې ادارې ټینګار کړی چې که بېړنۍ مرستې او نړۍوال ملاتړ زیات نه شي، د لوږې او خوارځواکۍ ناورین به لا پراخ شي او تر ټولو ډېر زیان به ښځو او ماشومانو ته ورسېږي

شنونکي وایي، اقتصادي کمزوري، د کرنې زیانمنېدل او د هوايي بدلونونو دوام هغه لاملونه دي چې د افغانستان د خوړو خوندیتوب یې له سخت ګواښ سره مخ کړی او د خلکو د ژوند کړاوونه یې زیات کړي دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto