news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

سلیم صافي: اشرف غني پاکستان ته بې‌ساري امتیازات ورکړي وو

سلیم صافي: اشرف غني پاکستان ته بې‌ساري امتیازات ورکړي وو

خبریال سلیم صافي وایي، د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني پاکستان ته داسې امتیازات ورکړي وو چې د ده په وینا «په تاریخ کې هېچا نه دي ورکړي.»

بریانیوز( سه‌شنبه، ٢٢ ثور ١٤٠٥)

صافي د پخواني مالیې وزیر انوارالحق احدي له قوله ویلي، نوموړی خپله له اشرف غني سره د پاکستان د پوځ مرکزي قوماندانۍ ته تللی و، ځکه غني غوښتل د پاکستان له پوځ او استخباراتي ادارې سره نږدې او قوي اړیکې جوړې کړي.

د احدي په وینا، سره له دې هڅو پاکستان له اشرف غني سره هغه ډول اړیکه ټینګه نه کړه چې نوموړي یې تمه لرله.

سلیم صافي همداراز ادعا کړې چې اشرف غني تر دې وړاندې او وروسته هم شاوخوا ۱۸ ځله په پټه د پاکستان پوځ مرکزي قوماندانۍ ته سفرونه کړي وو، څو د خپل حکومت د بقا لپاره د پوځ ملاتړ ترلاسه کړي، خو د پاکستان د پوځ «اجنډا بله وه.»

د صافي په خبره، اشرف غني د پاکستان د راضي کولو لپاره له هند سره ځینې سوداګریز تړونونه هم لغوه کړي وو.

هغه زیاتوي چې د غني حکومت داسې اقدامات ترسره کړل چې «حتا یعقوب خان، عبدالرحمن خان او شاه شجاع هم نه وو ترسره کړي.»

صافي ادعا کوي چې اشرف غني د ډیورنډ پر کرښه د اغزن تار غځولو ته رسمي هوکړه ورکړه او د دې پروژې لګښت هم د امریکایي مرستو له لارې پاکستان ته برابر شو.

بلخوا د معارف او اوبو او برېښنا پخواني وزیر فاروق وردګ هم ادعا کړې چې اشرف غني د ډیورنډ کرښې پر سر د اغزن تار غځولو په بدل کې له پاکستانه ۱۷۰ میلیونه ډالر ترلاسه کړي وو.

په راپور کې راغلي چې د اشرف غني حکومت د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د تګ راتګ رسمي لارې هم له پاکستان سره ومنلې او د تورخم دروازې د پرانیستې لپاره یې د ننګرهار هغه وخت والي شاه محمود میاخیل هم استولی و.

همداراز ویل شوي چې د غني د واکمنۍ پر مهال له پاکستان سره د ویزې او پاسپورټ رسمي تګلاره ومنل شوه، چې د راپور له مخې د کرښې دواړو غاړو ته ګڼ شمېر پښتانه له ستونزو سره مخ کړل.

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto