«د ډبرو سکرو خونړۍ چاودنه»؛ د چین په کان کې لسګونه کارکوونکي وژل شوي
بریا نیوز (دوشنبه ،۴جوزا، ۱۴۰۵)
د چین د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد د شمال په یوه ستر د ډبرو سکرو کان کې د زورورې چاودنې له امله لږ تر لږه دوه اتیا کسان وژل شوي او ګڼ نور د مرګ او ژوبلې له ګواښ سره مخ دي
د چین دولتي خبري اژانس "شنهوا" ویلي، دا پېښه د جمعې شپې ناوخته د شانشي ولایت اړوند د لیوشینیو د ډبرو سکرو په کان کې رامنځته شوې ده. د راپور له مخې، چاودنه د کان دننه د ګازو د راټولېدو له امله شوې چې وروسته یې پراخ اور او ویجاړۍ رامنځته کړې دي
ویل شوي، د پېښې پر مهال شاوخوا دوه سوه اووه څلوېښت کانکیندونکي د کان په بېلابېلو برخو کې پر کار بوخت وو
د چاودنې له رامنځته کېدو وروسته ګڼ کارکوونکي د کان تر ځمکې لاندې بند پاتې شول او د ژغورنې ډلې بېړنۍ سیمې ته ورسېدې
د چیني چارواکو په وینا، د ژغورنې هڅې لا هم روانې دي او ډلې هڅه کوي چې ژوندي پاتې کسان وژغوري او د بند پاتې شویو برخلیک معلوم کړي. د سیمې روغتونونه هم د بېړني حالت لپاره چمتو شوي او د ټپیانو د درملنې چارې روانې دي
راپورونه وایي، د چاودنې زور دومره شدید و چې د کان ځینې برخې یې نړېدلې او د لوګي او زهرجنو ګازونو له امله د ژغورنې چارې له ستونزو سره مخ شوې دي
شنونکي وایي، د چین د ډبرو سکرو کانونه له کلونو راهیسې د خوندیتوب د نیمګړتیاوو له امله د ورته خونړیو پېښو شاهدان دي
د دوی په اند، که څه هم چین په وروستیو کلونو کې د کانونو د خونديتوب لپاره ځینې ګامونه پورته کړي، خو لا هم د ګڼو کانونو کاري چاپېریال له خطرونو ډک دی
دغه پېښه د چین په وروستیو کلونو کې د کانونو له تر ټولو خونړیو پېښو څخه بلل کېږي او د هېواد دننه یې د کارکوونکو د خونديتوب په اړه اندېښنې یو ځل بیا راپارولي دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?