«سپینې ماڼۍ ته نږدې ډزې»؛ د امریکا پټو خدمتونو یو وسلهوال کس وواژه
بریا نیوز (دوشنبه ،۴جوزا، ۱۴۰۵)
د امریکا د استخباراتو يا پټو خدمتونو ادارې ویلي، سپینې ماڼۍ ته نږدې یو وسلهوال کس د امنیتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې وژل شوی دی
د دغې ادارې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د شنبې په ماښام له شپږو بجو وروسته یوه کس د اوولسمې کوڅې او پېنسلوانیا سړک په سیمه کې وسله راویسته او ډزې یې پیل کړې
د خبرپاڼې له مخې، امنیتي کسانو سمدستي غبرګون وښود او هڅه یې وکړه چې وضعیت تر کنټرول لاندې راولي، خو وسلهوال کس د امنیتي ځواکونو امرونو ته غاړه کېنښوده او له هغې وروسته پرې ځوابي ډزې وشوې
چارواکو ویلي، په پېښه کې یاد وسلهوال وژل شوی، خو تر اوسه یې د هغه د پېژندنې او د برید د انګېزې په اړه بشپړ مالومات نه دي خپاره کړي
د سیمې شاوخوا لارې د لنډ وخت لپاره تړل شوې وې او امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته په ګڼ شمېر رسېدلي وو
د امریکا پټو خدمتونو ویلي، د پېښې پلټنې روانې دي او هڅه کېږي معلومه شي چې وسلهوال کس یوازې عمل کړی که له کومې ډلې سره تړاو درلود
شنونکي وایي، سپینې ماڼۍ ته نږدې دا ډول امنیتي پېښې د امریکا د امنیتي ادارو لپاره جدي اندېښنه ګڼل کېږي، ځکه دغه سیمه د نړۍ له تر ټولو خوندي سیمو څخه بلل کېږي
تر اوسه د پېښې پر مهال د نورو کسانو د مرګژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی، خو امنیتي ادارو ویلي چې د سیمې څارنه او پلټنې لا هم دوام لري
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1670
-
اخبار افغانستان
739
-
مقاله
339
-
سیاست
95
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl