د سیمې د نوې همغږۍ باب؛ چین او پاکستان د افغانستان په اړه د ګډو همکاریو ژمنه تازهکړه
بریا نیوز (سه شنبه ،۵جوزا، ۱۴۰۵)
د چین او پاکستان د ګډې اعلامیې له مخې، دواړو هېوادونو یو ځل بیا د افغانستان په اړه د نږدې همغږۍ، دوامداره اړیکو او ګډو هڅو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی
دغه اعلامیه داسې مهال خپرېږي چې سیمه له ګڼو سیاسي او امنیتي بدلونونو سره مخ ده او هېوادونه هڅه کوي د سیمې د ټیکاو لپاره ګډ دریځونه خپل کړي.
په اعلامیه کې ویل شوي، چین، افغانستان او پاکستان ترمنځ د ۲۰۲۶ کال د اپرېل میاشتې درې اړخیزې خبرې د سیمې لپاره مهم ګام بلل کېږي. چین همداراز د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو او باور جوړونې لپاره د زمینې برابرولو هرکلی کړی او دا یې د سیمې د ارامتیا او اقتصادي نښلونې لپاره ګټور بللي دي
دواړو هېوادونو د سيپېک سترې اقتصادي پروژې د پراختیا، د ګوادر بندر د پیاوړتیا او د سوداګرۍ د ودې په اړه هم خپل ګډ هوډ څرګند کړی دی
په اعلامیه کې راغلي چې کرنه، انرژي، مصنوعي ځیرکتیا، پوځي همکاري او د ترهګرۍ ضد مبارزه د دواړو هېوادونو د راتلونکو همکاریو مهمې برخې جوړوي
سیاسي شنونکي باور لري چې د چین او پاکستان تازه دریځ به د افغانستان لپاره هم اقتصادي او سیاسي فرصتونه رامنځته کړي، ځکه افغانستان د سیمې د نښلوونکې کړۍ په توګه مهم ځای لري. د شنونکو په اند، که درې اړخیزې اړیکې لا پیاوړې شي، نو دا به د سوداګرۍ، ټرانزیټ او سیمه ییز ټیکاو لپاره نوې دروازې پرانیزي
په اعلامیه کې د منځني ختیځ د روان وضعیت او د سیمې د ټیکاو په اړه هم د ګډو همکاریو یادونه شوې او دواړو هېوادونو ټینګار کړی چې د خبرو، همغږۍ او ګډو اقتصادي پروژو له لارې کولای شي د سیمې د سولې او پرمختګ لپاره اغېزناک رول ولوبوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?