روسیې ادعا کړې چې داعش خراسان او د طالبانو ضد وسلهوالې ډلې د بریتانیا د استخباراتو په ملاتړ هڅه کوي د افغانستان شمال ناارامه کړي.
بریانیوز( سهشنبه، ٥ جوزا ١٤٠٥)
د روسیې د فدرالي امنیتي ادارې (FSB) مشر، الکساندر بورتنیکوف، ادعا کړې چې د داعش خراسان ډلې او د طالبانو ضد ځینې نورې وسلهوالې ډلې د بریتانیا د استخباراتي شبکې MI6 په مالي او استخباراتي ملاتړ هڅه کوي په افغانستان کې د طالبانو حکومت کمزوری او بېثباته کړي.
هغه د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو (CIS) د امنیتي او استخباراتي ادارو د مشرانو غونډې ته په وینا کې وویل، لوېدیځ هېوادونه هڅه کوي د افغانستان په شمال کې داسې سیمې رامنځته کړي چې د طالبانو له کنټرول څخه بهر وي، څو له هماغو سیمو څخه د منځنۍ اسیا هېوادونو امنیت، ثبات او سیمهییز نظم ته ګواښونه زیات شي.
بورتنیکوف زیاته کړه چې دغه پلانونه نه یوازې د افغانستان د وضعیت د خرابېدو سبب کېدای شي، بلکې د ټولې سیمې پر امنیتي وضعیت به هم ژور اغېز وکړي.

بورتنیکوف خبرداری ورکړ چې داعش خراسان په فعاله توګه د منځنۍ اسیا له هېوادونو او همداراز په روسیه کې له مېشتو کډوالو کارګرو څخه د خپلو شبکو لپاره کسان جذبوي. د ده په وینا، دې ډلې په تاجکستان، اوزبکستان، قرغزستان او قزاقستان کې پټې شبکې او د مالي او لوژستیکي ملاتړ لارې جوړې کړې دي.
هغه زیاته کړه چې د روسیې او تاجکستان امنیتي ځواکونو د روان کال په پیل کې یوه ستره ترهګریزه ډله شنډه کړه چې د لویو بریدونو پلانونه یې لرل. نوموړي همداراز وویل، د اوزبکستان له استخباراتي ادارو سره په ګډه همکاري کې د مسکو په ګډون د روسیې په بېلابېلو سیمو کې پنځه احتمالي بریدونه د عملي کېدو مخکې خنثی شوي دي.
د FSB مشر له طالبانو سره د تروریزم ضد همکاریو پراخول مهم وبلل او ټینګار یې وکړ چې روسیه هڅه کوي په افغانستان کې سیاسي ثبات او د کابل او اسلاماباد ترمنځ د اړیکو عادي کېدو ته زمینه برابره کړي.
هغه وویل: «د سیمې ګډ امنیت د افغانستان او پاکستان له سولې او ثبات سره مستقیم تړاو لري.»
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?