د جګړې له تودو سیورو وروسته؛ د ایران ولسي جرګې یو ځل بیا خپل پخوانی مشر وټاکه
بریا نیوز (سه شنبه ،۵جوزا، ۱۴۰۵)
له امریکا سره د وروستیو نښتو او ترینګلتیاوو وروسته، د ایران ولسي جرګې خپله لومړنۍ مهمه غونډه ترسره کړه؛ هغه غونډه چې د هېواد د سیاسي راتلونکې لپاره یې ځانګړی ارزښت درلود
په دې ناسته کې محمدباقر قالیباف یو ځل بیا د جرګې د مشر په توګه وټاکل شو او د استازو پراخ ملاتړ یې ترلاسه کړ
محمد باقر قاليباف له شپږو کلونو راهیسې د ایران د ولسي جرګې مشري پر غاړه لري او هر ځل یې د استازو باور خپل کړی دی. د نوموړي بیا ټاکنه داسې مهال ترسره کېږي چې ایران له پوځي فشارونو، سیاسي کړکېچونو او اقتصادي ستونزو سره مخ دی
په دې غونډه کې د هېواد پر امنیتي حالت، سیمهییزو بدلونونو او له امریکا سره پر وروستیو شخړو هم خبرې وشوې. د جرګې ډېرو غړو ټینګار وکړ چې ایران باید د بهرنیو فشارونو پر وړاندې خپل ملي یووالی او سیاسي ټینګښت وساتي
سیاسي شنونکي وایي، د قالیباف بیا ټاکنه ښيي چې د ایران واکمن نظام لا هم د پخواني سیاسي بهیر د دوام هڅه کوي او غواړي د هېواد دننه د پرېکړو لړۍ له بدلون پرته پر مخ یوسي
قالیباف د ایران په سیاسي ډګر کې له اغېزناکو څېرو ګڼل کېږي. نوموړي پخوا د تهران د ښاروال په توګه هم دنده ترسره کړې او د هېواد په پوځي او سیاسي چارو کې اوږده مخینه لري
د ایران د ولسي جرګې دې ناستې نړۍ ته دا پیغام هم ورکړ چې تهران هڅه کوي د جګړې او فشارونو له سختو شېبو وروسته، خپل سیاسي بنسټونه پیاوړي او منظم وساتي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?