news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د عمان سمندرګي کې پر تېلو لېږدونکې بېړۍ د امریکا برید؛ هند د امریکا استازی ورغوښتی

د عمان سمندرګي کې پر تېلو لېږدونکې بېړۍ د امریکا برید؛ هند د امریکا استازی ورغوښتی

د عمان سمندرګي کې پر تېلو لېږدونکې بېړۍ د امریکا برید؛ هند د امریکا استازی ورغوښتی

بریانیوز- جمعه ، ۲۲ جوزا١٤٠۵

د  امریکايي ځواکونو د عمان سمندرګي په اوبو کې پر «سټیبیلو» نومې تېلو لېږدونکې بېړۍ توغندیز برید کړی چې له امله یې درې هندي ماڼوګان وژل شوي او نور عمله ژغورل شوې ده

له پېښې وروسته د هند حکومت په بېړني ډول په نوي ډیلي کې د امریکا سرپرست سفیر ورغوښتی او خپل سخت اعتراض یې ورته سپارلی دی. هندي چارواکو ویلي چې د سوداګریزو بېړیو او ملکي وګړو په نښه کول باید پای ته ورسېږي

د امریکا مرکزي قومندانۍ ویلي چې یاده بېړۍ د امریکا له لوري لګول شوی بندیز ماتاوه او د خبرداریو له پرله‌پسې ورکړې سره سره یې د امریکايي ځواکونو لارښوونې نه منلې. د واشنګټن په وینا، بېړۍ د ایران د تېلو د لېږد په تړاو تر څار لاندې وه، له همدې امله پرې برید ترسره شو

هند بیا ټینګار کړی چې د خپلو وګړو د خوندیتوب ساتنه به د هر ډول سیاسي او پوځي شخړو څخه لوړه ګڼي او په دې اړه یې له امریکا څخه بشپړ وضاحت غوښتی دی

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto