نیویارک – ملګرو ملتونو د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه د ډیپلوماسۍ ستره لاسته راوړنه وبلله
نیویارک – ملګرو ملتونو د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه د ډیپلوماسۍ ستره لاسته راوړنه وبلله
بریانیوز- دوشنبه ٢۵ جوز ١٤٠٥
نیویارک – د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د امریکا او ایران ترمنځ د شوې سولې هوکړې هرکلی کړی او دا یې د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې د کړکېچونو د حل یوه مهمه بریا بللې ده
ګوترېش ویلي، په دې هوکړه کې د سمدستي او دایمي اوربند پلي کېدل، د هرمز تنګي بیا پرانیستل او د دواړو لورو ترمنځ د راتلونکو مذاکراتو لپاره د یوه سیاسي چوکاټ جوړېدل شامل دي
هغه په وینا، دغه تفاهم کولی شي د سیمې د کړکېچونو په کمېدو او د ثبات د ټینګښت په برخه کې مهم رول ولوبوي
د ملګرو ملتونو سرمنشي ټینګار کړی چې د شخړو د حل لپاره ډیپلوماسي، متقابل درناوی او خبرې اترې تر هرې بلې لارې اغېزمنې دي. نوموړي زیاته کړې چې د سولې دغه هوکړه د دې څرګندونه کوي چې پېچلې سیاسي لانجې هم د تفاهم او خبرو اترو له لارې حل کېدای شي
هغه د سولې د دې بهیر په ملاتړ کې د سیمهییزو هېوادونو ونډه هم وستایله او له پاکستان، قطر، مصر، سعودي عربستان، ترکیې او نورو هېوادونو څخه یې مننه وکړه
د نوموړي په خبره، د دغو هېوادونو همکاري او سیاسي ملاتړ د مذاکراتو د بریا لپاره ارزښتناک تمام شوی دی
ګوترېش ویلي، نړیواله ټولنه باید له دې فرصت څخه د سیمې د سولې، امنیت او اقتصادي ثبات د پیاوړتیا لپاره ګټه واخلي. هغه هیله څرګنده کړې چې د امریکا او ایران ترمنځ به راتلونکې خبرې اترې لا زیات پرمختګ وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ به د باور فضا نوره هم پیاوړې شي
دا هوکړه په داسې حال کې د نړیوالو پام ځانته اړولی چې د منځني ختیځ امنیتي وضعیت په وروستیو کې له جدي ننګونو سره مخ و، او اوس ګڼ هېوادونه دا پرمختګ د تاوتریخوالي د کمېدو او د نوې سیاسي فضا د رامنځته کېدو لپاره یو مهم ګام بولي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?