اسد قیصر: د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ بندښت د پېښور اقتصاد ته زیان رسوي
بریانیوز- دوشنبه ٢۵ جوز ١٤٠٥
د پاکستان د ملي اسمبلۍ غړي اسد قیصر د پاکستان او افغانستان ترمنځ پر سوداګریزو محدودیتونو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې افغانستان د پېښور د صنعتي ودې لپاره یو مهم اقتصادي فرصت ګڼل کېږي
نوموړي په پارلمان کې په خپلو خبرو کې ویلي چې د سرحدي لارو بند پاتې کېدل د پېښور پر کاروبار او صنعت منفي اغېز کړی او د اقتصادي ستونزو د زیاتېدو لامل ګرځي
قیصر زیاته کړې چې په داسې حال کې د پاکستان په نورو لویو ښارونو کې له بېلابېلو هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې روانې دي، خو پېښور له افغانستان سره د سوداګرۍ له مهم فرصت څخه بېبرخې پاتې دی
هغه ټینګار کړی چې د سیاسي اختلافاتو اغېز باید پر اقتصادي اړیکو ونه لوېږي او له اسلامآباد او کابل څخه یې غوښتي چې د خبرو له لارې خپلې ستونزې حل کړي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري او همکاري بېرته عادي حالت ته ستنه شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1684
-
اخبار افغانستان
784
-
مقاله
424
-
سیاست
115
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl