د کابل ښار د څلورمې ناحيې اړوند سرای شمالي سيمه کې د يو طالب جنګيالي له لوري د ۱۷ کلن ځوان د وژل کېدو د پېښې په تړاو بريا نيوز ته تازه معلومات رسېدلي دي.
بریانیوز- دوشنبه، ٢٥ جوزا ١٤٠٥
د معلوماتو له مخې، دغه پېښه پرون مازيګر رامنځته شوې ده. عيني شاهدان او د مقتول خپلوان وايي چې يو ځوان د طالب جنګيالي له وېرې منډه اخيستې وه، خو نوموړي پرې له شا ډزې کړې دي.
مقتول محمود نومېده، د محمد ګل زوی و او د کابل د شکردرې ولسوالۍ د مرغزار درې اصلي اوسېدونکی و. هغه په سرای شمالي سيمه کې اوسېده او د سودا اخيستلو لپاره بازار ته تللی و چې يادې پېښې ژوند ترې واخيست.
د محمود کليوالو بريا نيوز ته ويلي چې د وژل کېدو پېښه قصدي بڼه لري او د عدالت غوښتنې لپاره يې د طالبانو د څلورمې امنيتي حوزې او اړوندو قوماندانيو ته مراجعه کړې ده.
د سرچينو په وينا، د محمود او يو بل ځوان تر منځ د ويښتانو د بڼې په اړه لفظي شخړه رامنځته شوې وه. وروسته ياد ځوان يو طالب جنګيالی ورغوښتی و. کله چې محمود د سيمې پرېښودو هڅه کړې او منډه يې اخيستې، طالب جنګيالي پرې له شا ډزې کړې او په سر د مرمۍ له لګېدو وروسته يې ژوند له لاسه ورکړی دی.
د مقتول کورنۍ او خپلوان د پېښې د بشپړې څېړنې او د ښکېل طالب جنګيالي د محاکمې غوښتنه کوي. تر اوسه د طالبانو مسؤلو ادارو د دې پېښې په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1685
-
اخبار افغانستان
785
-
مقاله
426
-
سیاست
116
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl