news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

چین د بهرنیو چارو وزیر: شانګهای همکارۍ سازمان دې د ثبات او ګډ پرمختګ ځواک شي

چین د بهرنیو چارو وزیر: شانګهای همکارۍ سازمان دې د ثبات او ګډ پرمختګ ځواک شي

چین د بهرنیو چارو وزیر: شانګهای همکارۍ سازمان دې د ثبات او ګډ پرمختګ ځواک شي

بریانیوز- سه شنبه ٢۶ جوز ١٤٠٥


د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي ویلي چې د شانګهای همکارۍ سازمان غړي هېوادونه باید په اوسنۍ نړۍ کې د ثبات، رغنده همکارۍ او پرمختګ د مهم ځواک په توګه خپل رول لا پراخ کړي

نوموړي دا څرګندونې په بېجینګ کې د دغه سازمان د جوړېدو د ۲۵مې کلیزې په مراسمو کې کړې دي او ټینګار یې کړی چې یاد سازمان باید د سولې، ګډ پرمختګ او د متقابلو ګټو پر بنسټ د همکاریو د پیاوړتیا لپاره عملي بېلګه شي

وانګ يي زیاته کړې چې د ګډ او هر اړخیز امنیت ټینګښت د نړیوال ثبات لپاره اساسي اړتیا ده او د هېوادونو ترمنځ د باور فضا لا پیاوړې کوي

هغه همدارنګه ویلي چې د منځني ختیځ د سولې او ثبات ترڅنګ د افغانستان د بیارغونې او پرمختګ ملاتړ هم مهم دی، او نړیواله همکاري باید د دغه هېواد د اوږدمهاله ثبات لپاره عملي رول ولوبوي

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د سیمه‌ییزو همکاریو د سازمانونو رول د نړیوالو بدلونونو په منځ کې ورځ تر بلې زیات ارزښت مومي


برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto