اخبار افغانستان
محمد حنیف اتمر: د سیمې نوې څپې دې د افغانستان د سیاسي جوړجاړي لپاره تاریخي فرصت وګرځي
محمد حنیف اتمر: د سیمې نوې څپې دې د افغانستان د سیاسي جوړجاړي لپاره تاریخي فرصت وګرځي
بریانیوز- سه شنبه ٢۶ جوز ١٤٠٥
د جمهوري نظام پخواني وزیر محمد حنیف اتمر د امریکا او ایران ترمنځ د وروستیو تفاهمونو او د سیمې د روانو سیاسي بدلونونو په اړه پراخ غبرګون ښودلی او له طالبانو یې غوښتي چې د افغانستان د اوږدمهالې ستونزې د حل لپاره د جګړې پر ځای د سیاسي تفاهم او ملي خبرو اترو لار غوره کړي
نوموړي ویلي چې د سیمې اوسني تحولات یوازې عادي سیاسي بدلونونه نه دي، بلکې د افغانستان پر امنیتي او سیاسي وضعیت ژور اغېز لري او کولی شي د یوه نوي سیاسي پیل لپاره زمینه برابره کړي، که له دې فرصت څخه سمه استفاده وشي
هغه ټینګار کړی چې افغانستان له اوږدو کلونو جګړو، بېثباتۍ او سیاسي کړکېچ وروسته داسې پړاو ته رسېدلی چې نور د زور او یو اړخیزې واکمنۍ تګلارې دوام نه شي کولای، بلکې اړتیا ده چې د ملي اجماع پر بنسټ یو پراخ، ټولمنلی او مشروع سیاسي جوړښت رامنځته شي
اتمر په خپلو څرګندونو کې له طالبانو غوښتنه کړې چې د داسې سیاسي پروسې لپاره عملي زمینه برابره کړي چې پکې د هېواد ټول سیاسي، ټولنیز او فکري لوري برخه واخلي، څو د افغانستان راتلونکی د ګډ تفاهم، متقابل درناوي او ملي هوکړې پر بنسټ تعریف شي
نوموړي یو ځل بیا پوښتنه کړې چې آیا اوس هغه تاریخي فرصت نه دی رارسېدلی چې د ملت د ارادې پر بنسټ یو مشروع نظام رامنځته شي او د سیاسي تفاهم له لارې دایمي سولې ته لاره هواره شي؟
هغه ویلي چې د زور، فشار او تحمیل سیاستونه په تېرو تجربو کې ناکام ثابت شوي او د پایدارې سولې لپاره هېڅ تضمین نه شي کېدای. د هغه په باور، یوازینۍ عملي لاره دا ده چې ټولې خواوې د خبرو اترو، متقابل درناوي او ګډې هوکړې له لارې د افغانستان د راتلونکي په اړه پرېکړې وکړي
اتمر په پای کې ټینګار کړی چې سیمهییز بدلونونه باید د افغانستان د سیاسي بهیر د بیاپیل لپاره د یوه تاریخي فرصت په توګه وکارول شي، څو هېواد د کړکېچ له حالت څخه د ثبات، ملي یووالي او پرمختګ پر لور حرکت وکړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?