news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

مجید قرار: د طالبانو سره د نړیوالو اړیکې د افغانستان د ګټو پر ځای د شخصي موخو لپاره کارېږي

مجید قرار: د طالبانو سره د نړیوالو اړیکې د افغانستان د ګټو پر ځای د شخصي موخو لپاره کارېږي

مجید قرار: د طالبانو سره د نړیوالو اړیکې د افغانستان د ګټو پر ځای د شخصي موخو لپاره کارېږي

بریانیوز- سه شنبه ٢۶ جوز ١٤٠٥

افغان سیاسي فعال او لیکوال مجید قرار وایي چې له طالبانو سره د نړۍ د هېوادونو تعامل د افغانستان د خلکو د ملي ګټو پر بنسټ نه، بلکې د هر هېواد د خپلو سیاسي، اقتصادي او ستراتیژیکو موخو د ترلاسه کولو لپاره روان دی

نوموړي د ایکس په یوه سپېس کې ویلي چې هر هېواد له طالبانو سره د خپلو ځانګړو ګټو له مخې اړیکې پراخوي، خو په دې بهیر کې د افغانانو اساسي اړتیاوې، د هېواد اوږدمهاله ثبات او د ملي ګټو موضوعات تر ډېره له پامه غورځول کېږي

هغه زیاته کړې چې سعودي عربستان او ترکیه له طالبانو سره د دې لپاره تعامل کوي چې په افغانستان کې د خپلو دیني او فکري اغېز د پراختیا لپاره زمینه برابره کړي

د هغه په وینا اروپایي هېوادونه بیا د افغان کډوالو د ستونزې د مدیریت او د هغوی د بېرته ستنولو په هدف له دې ډلې سره اړیکې ساتي

قرار ادعا کوي چې چین د افغانستان د طبیعي زېرمو او اقتصادي فرصتونو د ترلاسه کولو لپاره طالبانو ته نږدې شوی، په داسې حال کې چې ایران هم خپلې امنیتي او سیمه‌ییزې محاسبې مخې ته وړي

هغه همدارنګه ویلي چې هند د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ته د بلنې په ترڅ کې هغه ته د دیوبند مدرسې لیدنه هم ور په برخه کړه، چې د تعامل د نوعیت په اړه ځانګړی پیغام لري

نوموړي طالبان د افغانستان د ملي هویت، فرهنګي جوړښت او د ملي یووالي پر ضد یوه پاکستانۍ پروژه بللې او ویلي یې دي چې د دغې ډلې اقدامات د هېواد د بنسټونو د کمزوري کېدو او د ټولنیز انسجام د زیانمنېدو لامل شوي دي

قرار ټینګار کړی چې نړیوال ځواکونه له طالبانو سره تعامل تر ډېره د خپلو ګټو د پوره کولو لپاره کاروي، نه د افغانستان د اوږدمهال ثبات او پرمختګ لپاره.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې یو شمېر نور شنونکي هم وایي د طالبانو او نړیوالو اړیکې تر ډېره د جیوپولیتیکو او ستراتیژیکو ګټو پر محور ولاړې دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto