news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

بقايي: د ایران توغندیز ځواک د معاملې او خبرو اترو برخه نه ده

بقايي: د ایران توغندیز ځواک د معاملې او خبرو اترو برخه نه ده

بقايي: د ایران توغندیز ځواک د معاملې او خبرو اترو برخه نه ده

بریانیوز- جمعه ٢۹ جوز ١٤٠٥

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي چې د هېواد توغندیز ځواک د ملي دفاع بنسټیزه برخه ده او د خبرو اترو یا سیاسي معاملو موضوع نه ګڼل کېږي

نوموړي په یوه خپاره کړي پیغام کې په طنزیه بڼه ویلي چې «ایراني توغندي د ځان په اړه له خبرو خوښ نه دي»، او زیاته کړې یې ده چې د دغو وسلو اصلي دنده د هېواد دفاع او د هر ډول ګواښ پر وړاندې چمتووالی دی

بقايي ټینګار کړی چې د ایران توغندیز وړتیا د هېواد د دفاعي تګلارې مهمه ستنه ده او تهران به اجازه ور نه کړي چې دا موضوع د سیاسي فشارونو او یا هم د خبرو اترو د اجنډا برخه وګرځي

د هغه په وینا، د ایران دفاعي ځواکونه د هېواد د خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي ګټو د خوندي ساتلو لپاره جوړ شوي او په دې برخه کې د تهران دریځ روښانه او نه بدلېدونکی دی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا څرګندونې په داسې مهال کړې چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د وروستۍ تفاهم‌نامې له لاسلیک وروسته د دواړو هېوادونو د اړیکو او امنیتي موضوعاتو په اړه بحثونه زیات شوي دي

سیاسي څارونکي باور لري چې د ایران توغندیز پروګرام لا هم د سیمې د امنیتي معادلو له مهمو موضوعاتو څخه دی، او د تهران وروستۍ څرګندونې ښيي چې دغه هېواد د خپل دفاعي ځواک په اړه له خپل پخواني دریځ څخه د تېرېدو اراده نه لري

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto