news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ګډه څېړنه: افغانستان او کانګو د وچکالۍ له سخت ګواښ سره مخ دي

ګډه څېړنه: افغانستان او کانګو د وچکالۍ له سخت ګواښ سره مخ دي

ګډه څېړنه: افغانستان او کانګو د وچکالۍ له سخت ګواښ سره مخ دي

بریانیوز- شنبه ۳۰ جوز ١٤٠٥

د چاپېریال ساتنې سازمان ګرین پیس  او د هامبورګ پوهنتون یوې ګډې څېړنې ویلي چې افغانستان او د کانګو دیموکراتیک جمهوریت د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دي چې د وچکالۍ له تر ټولو جدي خطر سره مخامخ دي

د څېړنې له مخې، د اقلیمي بدلونونو، د اوبو سرچینو د کمېدو او د طبیعي زیرمو د ناسم مدیریت له امله په دې هېوادونو کې د وچکالۍ خطر ورځ تر بلې زیاتېږي

په راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې د افغانستان په ځانګړي ډول ښاري مرکزونه لکه کابل د اوبو له جدي کمښت سره مخ دي او که وضعیت همداسې دوام وکړي، نو دغه ښار ښايي د نړۍ له لومړنیو هغو ښارونو څخه وي چې د اوبو زیرمې یې تر ډېره حده وچې شي

څېړونکي وایي چې د ځمکې لاندې اوبو بې‌رویه کارول، د نفوس زیاتوالی او د اقلیمي بدلون اغېزې د اوبو د کمښت اصلي عوامل دي، چې د ښاري او کرنیز ژوند لپاره جدي ګواښ جوړوي

کارپوهان ټینګار کوي چې که ژر عملي اقدامات ونه شي، نو د اوبو بحران به د میلیونونو خلکو پر ژوند مستقیم اغېز وکړي او د خوړو او اقتصادي امنیت په برخو کې به هم لویې ستونزې رامنځته کړي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto