خواجه اصف: د بنو بریدونه د ترهګرۍ د ګواښ دوام ښيي؛ افغانستان او هند یې تر شا دي
بریانیوز- دوشنبه ۱ سرطان ١٤٠٥
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د خیبرپښتونخوا د بنو ولسوالۍ له وروستیو پرلهپسې چاودنو وروسته ویلي چې پاکستان باید د ترهګرۍ پر وړاندې په یو موټي او پیاوړي دریځ سره مبارزه وکړي او د ناامنۍ عاملینو ته د فعالیت فرصت ور نه کړي
نوموړي ادعا کړې چې په پاکستان کې د رامنځته کېدونکو ترهګریزو پېښو تر شا افغانستان او هند لاس لري او دا مسئله د هېواد د امنیت لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي
هغه ویلي چې د دغو فعالیتونو موخه په پاکستان کې د بېثباتۍ رامنځته کول او د امنیتي وضعیت خرابول دي
خواجه اصف ټینګار کړی چې د وروستیو بریدونو له امله باید ټول سیاسي او امنیتي بنسټونه خپل اختلافات یوې خوا ته پرېږدي او د ترهګرۍ پر وړاندې د ملي یووالي له لارې ګډه مبارزه پر مخ یوسي
هغه زیاته کړې چې پاکستان به د خپلې خاورې، خلکو او ملي امنیت د خوندي کولو لپاره ټولې ممکنې لارې وکاروي او د هغو ډلو او شبکو پر وړاندې به سخت اقدامات وکړي چې د هېواد د امنیت د زیانمنولو هڅه کوي
د پاکستان د دفاع وزیر دغه څرګندونې په داسې وخت کې کړي چې د بنو وروستیو چاودنو د هېواد په امنیتي وضعیت او د ترهګرۍ د ګواښونو په اړه تازه بحثونه راپارولي دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1691
-
اخبار افغانستان
801
-
مقاله
468
-
سیاست
137
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl