نیویارک : امریکايي محکمې افغانستان او پاکستان ته د نیول شویو افغانانو د ایستلو بهیر وځنډاوه
نیویارک : امریکايي محکمې افغانستان او پاکستان ته د نیول شویو افغانانو د ایستلو بهیر وځنډاوه
(بریانیوزچهار شنبه (۱۳/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش
د امریکا په نیویارک کې یوې فدرالي قاضي د سېشنبې په ورځ په موقتي توګه د ډونالډ ټرمپ د حکومت هغه طرحه ودروله، چې له مخې یې په امریکا کې نیول شوي افغانان افغانستان یا پاکستان ته لېږدول کېدل
د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې د کډوالو د حقونو مدافع بنسټونو او د امریکا د کانګرس لسګونو غړو خبرداری ورکړ، چې افغانستان ته د دغو کسانو په ستنولو سره ښايي هغوی له شکنجې، ځورونې او حتی د مرګ له خطر سره مخ شي
فدرالي قاضي والري کاپروني په خپل حکم کې امریکايي چارواکو ته لارښوونه کړې، چې د شنبې ورځې پورې د دغو افغانانو له ایستلو ډډه وکړي
تر دې وړاندې د امریکا حکومت محکمې ته ویلي وو، چې د کډوالۍ او ګمرکونو اداره لږ تر لږه د روانې اوونۍ تر پایه افغانستان یا پاکستان ته د افغانانو د لېږدولو لپاره د ځانګړو یا سوداګریزو الوتنو کوم پلان نه لري
خو د محکمې په هغو اسنادو کې چې اسوشیټېډ پرېس ترلاسه کړي، راغلي چې د امریکا حکومت پلان درلود د دوشنبې په ورځ د لویزیانا ایالت له توقیفخونو څخه یو شمېر افغان کډوال د الوتکو له لارې پاکستان ته ولېږدوي
د محکمې دغه موقتي حکم په داسې حال کې صادر شوی، چې د افغان کډوالو د احتمالي جبري ایستلو په اړه د امریکا دننه د بشري حقونو بنسټونو او د کانګرس د غړو اندېښنې زیاتې شوې دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?