news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ټرمپ: که ډیموکراټان د کانګرس منځمهالې ټاکنې وګټي، د هغوی پرېکړې به ونه منم

ټرمپ: که ډیموکراټان د کانګرس منځمهالې ټاکنې وګټي، د هغوی پرېکړې به ونه منم

ټرمپ: که ډیموکراټان د کانګرس منځمهالې ټاکنې وګټي، د هغوی پرېکړې به ونه منم

(بریانیوزسه شنبه (۱۱/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی چې که ډیموکراټ ګوند د کانګرس په منځمهالو ټاکنو کې بریالی شي، دی به د هغوی له لوري د وړاندې کېدونکو پرېکړو او طرحو له منلو ډډه وکړي او ټولې به رد کړي

ټرمپ دا څرګندونې له نیویارک پوسټ ورځپاڼې سره په تازه مرکه کې کړې دي. نوموړي ویلي، که ډیموکراټان په کانګرس کې اکثریت ترلاسه کړي، دی به د هغوی پرېکړې ونه مني او په دې توګه به د هغوی د سیاسي اجنډا د عملي کېدو مخه ونیسي

د امریکا ولسمشر ادعا کړې چې که د ډیموکراټانو پرېکړې د دوو میاشتو لپاره رد کړي، هغوی به بالاخره اړ شي چې له ده سره خبرو او مذاکراتو ته کېني

ټرمپ په دې مرکه کې د امریکا وضعیت د فرانسې له حالاتو سره پرتله کړی او ویلي یې دي چې دی د دې لپاره ولسمشر دی چې په امریکا کې د فرانسې په څېر ګډوډي او پراخ اعتراضونه نه شته

د ټرمپ دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې د کانګرس د منځمهالو ټاکنو په درشل کې د جمهوري غوښتونکو او ډیموکراټانو ترمنځ سیاسي سیالي روانه ده. په دغو ټاکنو کې د کانګرس د استازو جرګې او سنا د څوکیو برخلیک ټاکل کېږي، چې پایلې یې د ولسمشر پر سیاسي اجنډا او د حکومت پر راتلونکو پرېکړو مستقیم اغېز لرلای شي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto