news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

غزني : د یو میلیون ډالرو په پانګونې د بېلچو او موټري کمانیو تولیدي کارخونه فعاله شوه

غزني :   د یو میلیون ډالرو په پانګونې د بېلچو او موټري کمانیو تولیدي کارخونه فعاله شوه

غزني :   د یو میلیون ډالرو په پانګونې د بېلچو او موټري کمانیو تولیدي کارخونه فعاله شوه

(بریانیوز دوشنبه (۱۱/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش

په غزني ولایت کې د یو میلیون امریکایي ډالرو په پانګونې د بېلچو او موټرو د کمانیو یوه نوې تولیدي کارخونه فعالیت پیل کړی، چې د جوړېدو په موخه یې د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي او د خلکو لپاره د کاري فرصتونو برابرولو ته زمینه برابره شوې ده

دغه کارخونه پر درې جریبه ځمکه جوړه شوې او د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، په ۲۴ ساعتونو کې د څه باندې پنځو ټنو بېلابېلو تولیداتو د جوړولو وړتیا لري

په دې تولیدي مرکز کې ۴۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده. د کارخونې په فعالیت سره به د بېلچو او د موټرو د کمانیو د تولید بهیر په کور دننه ترسره کېږي، چې د ورته توکو د اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته کولای شي

د دې کارخونې جوړېدل په داسې حال کې دي چې په افغانستان کې د کورنیو تولیداتو پراختیا، د وارداتي توکو د اړتیا کمول او د پانګونې لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کول د اقتصادي ودې له مهمو موضوعاتو څخه ګڼل کېږي

د یوې میلیون ډالرو پانګونه او د ۴۰ کسانو لپاره د کاري فرصتونو برابرېدل د غزني په صنعتي برخه کې یو نوی ګام بلل کېږي؛ خو د دې کارخونې د تولیداتو د بازار، د پلور او د راتلونکو تولیدي پلانونو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto