news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د پاکستان لپاره د منځګړیتوب هرکلی، خو د افغانانو لپاره د ټوپک شپېلۍ!

د پاکستان لپاره د منځګړیتوب هرکلی، خو د افغانانو لپاره د ټوپک شپېلۍ!

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د هغه وړاندیز هرکلی کړی چې غواړي د طالبانو او پاکستان ترمنځ د شته ستونزو په هواري کې منځګړیتوب وکړي. نوموړي ویلي، د امریکا په ګډون هر هېواد چې د دغو ستونزو د حل لپاره مرسته وکړي، هرکلی یې کوي.

بریانیوز- یکشنبه، ٩ عقرب ١٤٠٥

دا چې طالبان له پاکستان سره د خپلو اختلافاتو د حل لپاره د امریکا او نورو هېوادونو منځګړیتوب مني، په حقیقت کې د سیاسي تفاهم او خبرو اترو اهمیت څرګندوي. خو د دې دریځ تر شا یو لوی تناقض پروت دی: طالبان د پاکستان په وړاندې د ستونزو د حل لپاره د نړۍ دروازې ټکوي، خو د خپل ولس په وړاندې یې د خبرو دروازې تړلې او د زور، ګواښ او زندان لارې یې پرانیستې دي.

له پاکستان سره د اختلافاتو د حل لپاره منځګړی غواړي، خو له افغانانو سره د اختلافاتو د حل لپاره نه منځګړی مني، نه سیاسي تفاهم او نه د خلکو اراده. سیاسي مخالفینو ته یې پیغام دا دی چې تسلیم شئ، ولس ته یې پیغام دا دی چې چوپ اوسئ او د واکمنۍ د پرېکړو په وړاندې د اعتراض فکر هم مه کوئ.

که د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه تړي، څوک دې پوښتنه نه کوي؛ که د خلکو له جیبونو په بېلابېلو نومونو مالیات او محصولونه اخلي، څوک دې د حساب غوښتنه نه کوي؛ که د خلکو اساسي حقونه تر پښو لاندې کېږي، څوک دې غږ نه پورته کوي. څوک چې د خپل حق غوښتنه وکړي، د بغاوت او مخالفت په نوم له زندان، ګواښ او ځپنې سره مخ کېږي.

د ښځو د زده‌کړې، کار او ټولنیز حضور حقونه ترې اخیستل شوي؛ د خلکو د جامو، ږیرو، ویښتانو او شخصي ژوند په اړه د محدودیتونو د لګولو هڅې کېږي. رسنۍ تر فشار لاندې دي، د بیان ازادي محدوده ده او سیاسي فعالیت د زغم وړ نه دی. داسې ښکاري چې د خلکو د ژوند هره برخه باید د واکمنانو د خوښې او فرمان تابع وي.

عجیبه دا ده چې طالبان له پاکستان سره د خبرو لپاره د امریکا منځګړیتوب ته د هرکلي اعلان کوي، خو که یو افغان د خپل حق، خپلې ازادۍ او د خپلو ماشومانو د زده‌کړې غوښتنه وکړي، هغه د خبرو وړ انسان نه، بلکې د مخالفت او بغاوت په سترګه ورته کتل کېږي.

که منځګړیتوب د پاکستان سره د ستونزو د حل یوه معقوله لاره وي، نو افغانان ولې د خپلو ستونزو د حل لپاره د خبرو، تفاهم او ملي اجماع حق نه لري؟ ولې د ښځو، سیاسي مخالفینو، مدني فعالانو او عامو خلکو غږ د اورېدو وړ نه دی؟

طالبان باید دا درک کړي چې افغانان د دې خاورې اوسېدونکي دي، نه د فرمانونو د اطاعت لپاره ګمارل شوي خلک. د پاکستان د غوښتنو اورېدل او د افغانانو د غوښتنو ځپل سیاسي انعطاف نه، بلکې ښکاره دوه‌ګونی معیار دی. که له نورو هېوادونو د تفاهم تمه لرئ، لومړی له خپل ولس سره د تفاهم چلند وکړئ؛ ځکه د یوه ملت د خاموشولو په زور تلپاتې واکمني نه شي جوړېدای.

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto